IQNA

د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه

15:37 - October 28, 2024
د خبر لمبر: 3490073
ایکنا - په داسې حال کې چې  د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ د  انتخاباتو کاندیدې کاملا هریس  په میشګان کې په انتخاباتي کمپاین کې وینا کوله ، د فلسطین ملاتړو  د ؛غزې جنګ بند کړئ ، په شعار پورته کولو سره دهغې  وینا غوڅه کړه او  اړئ ګړئ ئې جوړه کړه.

  ایکنانیوز دعربی ۲۱ له قوله راپور راکړ،  د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو  دامریکا د ولسمشرۍ  د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په  وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم  دنسل وژنې  دجنګ  د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.

د هریس د وینا بایکاټ  په داسې حال کې  شوی چې  هغې د و ینا پرمهال،ځینو موجوده فعالانو،د  غزې جنګ نه غواړو؛ په شعارونو سره پر کاملا هریس چغې پورته کړې.

امنیتی مامورانو هم فوري  دغه فعالان د دستورو له ځایه وویستل  او هریس  دخپلو غوڅو شوو  خبرو وروسته بیا وینا ته دوام ورکړ او وې وئيل، هو!مونږ باید دغه جنګ پاي ته ورسوو، او برمته شوي کسان هم خپلو کورونو ته بیرته و ګرځوو. خو زه اوس

 د ۲۰۲۴ کال په باب خبرې کوم.

د امریکا ډيموکراټيک ګوند تل ددغه هیواد په انتخاباتو کې هڅه کړې ده څو د مسلمانانو او رنګین پوستو رائ ترلاسه کړي،خو وئيل کیږي چې په ځينو ایالتونو کې مسلمانو ټولنو  د ټرامپ دملاتړ  نیّت درلودلی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4244756/  

captcha