ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د اسلامی انقلا ستر لارښود پرون سهار د امنیت د شهیدانو له کورنیو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې صهیونیسټي رژيم دایران په باب له محاسباتي تیروتنو سره مخ شوی دی ، ټينګار وکړ، باید صهیونیسټي رژيم محاسباتي تیروتنې سره ختمې شي او د ایران دملت او د هیواد د ځوانانو اراده اونوښت باندې وپوهوَل شي.
مهمه پوښتنه دا ده چې وحشي صهیونیسټي رژيم په کومو موردونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت په باب له محاسباتي تیروتنې سره مخ شوی دی؟
د صهیونیسټي رژيم د محاسباتي تیروتنې تر ټولو مهم عامل د ایران د اسلامی جمهوریت د مخه نیونکي قدرت باندې د سترګو پټول دي.
د پوهانو او قوماندانانو د ترور او د ایران د اسلامی جمهوریت پر ځینو مرکزونو باندې دحملې پشمول د صهیونیسټي رژیم د ډيرو جنایتونو په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت سټراټژيک صبر اوزغم، سبب شوی د قدس نیواکګر رژيم د ایران د مخه نیونکي قدرت په باب له څو محاسباتي تیروتنو سره مخ شي.
لومړنۍ تیروتنه دا وه چې د صهیونیسټي رژیم دچارواکو په باؤر، د ایران اسلامی جمهوریت د جنګ اراده نه لري او په دې دلیل به ددغه رژيم هیڅ ډول جنایت بې ځوابه پرېنږدي. دوهمه تیروتنه هم دا وه چې د ایران اسلامی جمهوریت په اسرائيلو باندې دحملې لپاره له لازمې توانمنئ برخمن نه دی. په همدې دلیل به هم د صهیونیسټي رژیم ډيرو او بیا بیا جنایتونو ته ځواب ورنکړي.د صهیونیسټ رژيم دریمه محاسباتي تیروتنه دا وه چې په هغو ملاتړونو سره چې امریکا ئې له دغه رژيمه ترسره کوي، د ایران اسلامی جمهوریت به عملا دتل ابیب پوځي حملو ته ځواب ورنکړي.
د وعده ۱ او ۲ او په تیره بیا د وعده -۲ نومې عملیاتو د صهونیسټي رژيم د اخستونونو او د ایران د اسلامی جمهوریت د مخه نیونکي قدرت په باب د دوي محاسباتي تیروتنې ناسموالی ثابت کړ. په حقیقت کې دغو عملیاتو وښودله د ایران اسلامی جمهوریت نه یوازې صهیونیسټي رژیم ته د ځواب ورکولو لپاره بلکې حتی د امریکا له پراخو ملاتړونو سره سره ددغه رژیم په ضد دپراخ پوځي اقدام لپاره له ډيرو پوځي وړتیاؤ برخمن دی او په دغه تیریګر رژیم درندۀ ګوزارونه کولی شي.
سره له دې ، د ایران ا سلامی جمهوریت باید تل دخپل پوځي قدرت د پیاوړتیا لپاره اقدام وکړي. حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د امنیت د شهیدانو له کورونیو سره په کتنې کې جوته کړې ده ، یوازې پیاوړی ایران د هیواد او ملت امنیت او پرمختګ تامینولی او تضمینولی شي. پر دې اساس باید ورځ تربلې په تولو اقتصادي، علمي ،سیاسی، دفاعي او مدیریّتي اړخونو کې لا پیاوړي شو.
د ایران په باب د صهیونیسټي رژيم بله محاسباتي تیروتنه،د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی نظام له ولسی ملاتړه د دوي ناسم درک دی. اقتصادي مشکلاتو ته په پام سره چې په تیره بیا د امریکا د ظالمانه بندیزونو له امله رامینځة شوي او دخلکو معیشت ئې سخت کړی دی، صهیونیسټي رژيم دغه ناسم درک او محاسباتي تیروتنې ته رسیدلی دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام ولسی پشتوانه کمه شوې ده ، خو د وعده صادق -۲ عملیاتو دخلکو پراخ هرکلی او همداراز د صهیونیستي رزیم د ګواښونو په مقابل کې دکلک هوډ او ځواب ورکولو لپاره د ولس پراخې غوښتې او دغه راز ددغه رژیم ګواښونو او اقداماتو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکول د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د ولسی پشتوانې په باب د صهیونیسټي رزیم دمحاسباتي تیروتنې نښې دي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود هم په دې باب فرمائیلی دي ؛ دوي د ایران به باب له ځينو محاسباتي تیروتنو سره مخ شوي دی چې ایران او دایران ملت او ځوانان نه پيژني او تر اوسه پورې نه دی توانیدلی ، د ایران د ملت اراده ،نوښت،توانمنئ او قدرت په سمه درک کړي چې مونږ ئې په دغو وړتیاؤ وپوهوَو.