ایکنانیوز راپور راکوي، پرون د ربیع الثانی دمیاشتې وروستۍ ورځ وه اونن د جمادي الاول د میاشتې لومړنۍ ورخ ده . دغه میاشت په هغو په ګوته شمیر قمری میاشتو کې شامله ده چې ددې لپاره له یوې دعا پرته بله څه خاص عمل نه دی ذکر شوی. خو د ټولو قمری میاشتو د لومړنۍ ورځې لپاره ګډ عملونو سفارش شوی دی چې د الهي قرب لپاره ترسره کیدلی شي.
د هرې یوې قمری میاشتې د پیلیدا په ترټولو مهمو عملونو کې د میاشتې د لیدو په وخت بیان شوو دعاګانو لوستل دي چې په هغو کې ترټولو ښه دعا د صحیفه کامله درې څلويښتمه دعا ده چې د روژې د مبارکې میاشتې د لومړۍ ورځې له عملونو سره یوځاي ذکر شوې ده.
همداراز سپارښتنه شوې ده د هرې قمري میاشتې په لومړۍ شپه دوه رکعته لمونځ ادا شي . په هر رکعت کې له الحمد وروسته د انعام سوره ولوستل شي او له خداوندمتعاله وغوښتل شي ، چې له هر درد او کړاؤ او ویرې څخه مو خوندي وساتي او په دغې میاشتې کې داسې کومه پيښه ونه وینئ چې ناخوښه وي.
د جمادی الاول د میاشتې د لومړۍ شپې دعا هم ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي په دې شرط چې پخپلو دعاګانو مو یاد ساتئ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ
«وَ مَا مِنْ دَابَّةٍ فِی الْأَرْضِ إِلا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَ یَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَ مُسْتَوْدَعَهَا کُلٌّ فِی کِتَابٍ مُبِینٍ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ
وَ إِنْ یَمْسَسْکَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلا کَاشِفَ لَهُ إِلا هُوَ وَ إِنْ یُرِدْکَ بِخَیْرٍ فَلا رَادَّ لِفَضْلِهِ یُصِیبُ بِهِ مَنْ یَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِیمُ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ
سَیَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُسْرا مَا شَاءَ اللَّهُ لا قُوَّةَ إِلا بِاللَّهِ
حَسْبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَکِیلُ وَ أُفَوِّضُ أَمْرِی إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِیرٌ بِالْعِبَادِ
لا إِلَهَ إِلا أَنْتَ سُبْحَانَکَ إِنِّی کُنْتُ مِنَ الظَّالِمِینَ رَبِّ إِنِّی لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَیَّ مِنْ خَیْرٍ فَقِیرٌ رَبِّ لا تَذَرْنِی فَرْدا وَ أَنْتَ خَیْرُ الْوَارِثِینَ