IQNA

د لړم د ۱۳ یوم الله ولولناکې دستورې د ؛قدس لارویان؛ په شعار سره ترسره شوې.

15:45 - November 03, 2024
د خبر لمبر: 3490101
ایکنا - د لړم د میاشتې د دیارلسم یوم الله ولولناکې میلیوني لاریون دستورې نن سهار د ؛قدس د لارویانو؛ په شعار سره او د ایران داسلامی جمهوریت دمیلیوني خلکو ،محصیلینو او زده کونکو په پرتمین ګډون سره په تهران او نورو ښارونو کې ترسره شوې.

ایکنانیوز راپور راکوي، د لړم دم یاشتې  یعني د زده کونکي د  ورځې په مناسبت  دیوم الله په عمومي لاریون کې ګډون کونکو د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره  د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتکار پوځ له خوا د غزې او لبنان د خلکو  دنسل وژنې  په محکومیّت سره ، د اسلامی مقاومتی جبهې او د غزې او لبنان د خلکو  له کلکې  دریدا څخه  خپل ملاتړ اعلان کړ او صهیونزم ملاتړو او نړیوالې ټولنې ته ئې خبرداری  و رکړ چې د اسرائيلو دنسل وژونکي رژيم په ملاتړ کې  خپلې شرمؤنکي چُپتیا پاي ته ورسوي.

د لړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې د یوم ا...  په عمومی لاریون کې  ګډون کونکو د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په رهبرۍ  او د  انقلابی او ملی یووالی او وحدت په  ساتلو باندې په تينګار سره ،  د هیواد دملی حاکمیّت او مځکنۍبشپړتیا څخه په دفاع کې د صهیونیسټي رژیم  ګستاخۍ  د ځواب او  او قطعي رټلو  په اعلان کې د ایران د خارجه وزارت د شجاعودریځونو او اقداماتو قدرونه او ستاینه وکړه.

غرفه کمکهای مردمی به مردم مظلوم لبنان و غزه

 دیوم الله په  دغه عمومی  او ولسی لاریون کې ګډون کونکو همدرااز  د دایران داسلامی جمهوریت په دفاعي توانمنیو باندې په بشپړ ډاډ سره  له ډول  ډول پرمختګونو سره او  په وسلو او روزنې سره د هیواد  ددفاعي قدرت د زیاتولو او پياوړي کولو غوښته وکړه او اعلان ئې وکړ، چې د ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم  وحشی  ډوله اقداماتو ته غاښ ماتونکی ځواب د ایران د اسلامی جمهوریت  قانوني او شخصي  حق دی.

غرفه رهبران و فرماندهان محور مقاومت

د لړم د میاشتې  دیارلسمه نیټه یعني نن یکشنبې ورځ د ایران په اسلامی جمهوریت کې  له نړیوال استکبار سره  ملی ورځ  په توګه لمانځل کیږي.

له ننه ۴۵کاله مخکې  په همداسې ورځ په تهران پوهنتون کې پر محصیلینو او زده کونکو د پاچايی نظام ناتار ډزې او  او په ډ یرو امریکائي دسیسو د  ولس داعتراض  په دوام کې د  سلګونو خلکو عامه وژنه او په تهران کې د محصیلینو په لاس د امریکا سفارت یا د جاسوسۍ ځالې نیولل ددغې ورځې  پیښې دي چې  دغه ورځ هم د یوم  ا...  او د زده کونکي د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

حضور گسترده مردم در مراسم یوم‌الله ۱۳ آبان

 

دمام‌نوازی

عروسک نتانیاهو

اجرای گروه سرود زینبیون

https://iqna.ir/fa/news/4245819 

 

captcha