IQNA

د هوافضا مخه نیونکي ځواک د قدرمنو ځوانانو شهادت غوره او مهم دی

16:30 - November 03, 2024
د خبر لمبر: 3490102
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود  نن د  ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ د هوافضا دفاعی  ځواک  د شهیدانو د کورنیو په ټول کې  وفرمائيل؛ددغو قدرمنو بچیانو شهادت له صهیونیستي رژيم سره په مستقیمې مقابلې کې  د هیواد او ملت  ددفاع په دلیل ډير مهم او غوره شهادت دی.

 ایکنانیوزد رهبرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د برخې  له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي نن د  ایران دپوځ  دهوافضا مخه نیونکي ځواک د یوشمیر هغو شهیدانو له کورنیو سره په کتنې کې  چې د صهیونیستي رژيم  په وروستي شرارت کې شهیدان شوي دي. ددغو شهیدانو ځائيګی ئې لوړ وبالۀ او وې وئيل، ټول شهیدان  په ممتاز ځائيګي  او د پرودرګار په جوار  کې  له الهی نعمتونو برخمن دي ، خو  له صهیونیسټي رژیم سره  په مستقیمې مقابلې کې  له ملت او هیواده ددفاع په دلیل  ددغو قدرمنو بچیانو شهادت یو مهم او غوره شهادت دی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز ددغو شهیدانو  د کورنیو لپاره د صبر او آرامښت دعا و کړه او وې فرمائيل؛د شهیدانو د کورنیو  اجر له شهیدانو کم نه دی.

په دغې کتنې کې د شهید حمزه جهاندیده، محمد مهدي شاهرخي فر، شهید مهدي نقوي او شهید سجاد منصوري   کورنیو شتون درلود.

دغه شهیدان د پوځ د هوا فضا مخه نیونکي ځواک  پرسنل وو چې  د لړم د میاشتې د پنځلسمې سهار وختي  د ایران د امنیت دحریم ددفاع  په لړ کې د صهیونیستي  جنایتکار رژيم له توغندیو سره د مقابلې په عملیاتو کې شهیدان شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4246056

captcha