ایکنانیوز د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د عمومی اړیکو له قوله راپور راکړی،د ایران د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې مشر حجةالاسلام محمد مهدي ایماني په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛د شهید سید حسن نصرالله دشهادت د څلویښتۍ د ورځې له درنښت سره په یووخت د تهران د سرمشریزې په سترهال کې د لړم په نولسمه نیټه د ؛نصر الله مکتب؛ په نامې سره د نړیوال سمینار ترسره کیږي.
حجةالاسلام ایماني پور د نصر الله مکتب نومې نړیوال سمینار په غږملونکي ناستې کې چې د هیواد د ډيپلوماسۍ او کلتوری ادارو د نمایندګانو په شتون سره ترسره شو، ووئيل، د لبنان د حزب ا... دخدای بخښلي مشر شهید سید حسن نصر الله د شخصیّت پراختیا ته په پام سره د نظر خاوندانو په شتون سره د یوه نړیوال پروګرام ترتیبول ضروری دي، څو ددغه شهید د پيژندګلوۍ لپاره د مطلب حق ادا شي.
هغه زیاته کړې ده، په دغه سمینار کې د ګډون لپاره یوشمیر نامتو بهرني شخصیّتونه او میلمانه بلل شوي ،البته د سیمې حساسو شرائطو ته په پام سره په دغه نړیوال سمینار کې د ګډون لپاره څه د پاسه شلو بهرنیو میلمنو چمتووالی اعلان کړی دی.
ایماني پور په دوام کې ووئيل، د ترسره شوي پلانونو په اساس، د اسلامی نظام د لوړپوړو مدیرانو او داخلی او بهرنیو میلمنو په شتون سره د نصر الله د مکتب سمینار به د لړم د میاشتې د نولسمې نیټې سهار نهه بجې پيل شي، چې په دوو برخو یعني سهارنۍ او مازدیګرنۍ برخو کې به ترسره شي..سهارنۍ پروګرام د عمومی ویناؤ ته بیل دی او مازدیګر پروګرام هم د تخصصي غونډو باندې مشتمل دی.
د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې مشر په دې په ټينګار سره چې د شهیدحسن نصرالله د مقاومت په تاریخ کې یو نه هیریدونکی شخصیّت دی، ووئیل؛ تمه کیږي، ټوله اړونده ادارې ددغه نړیوال سمینار په لاښه او لا ویاړمن انداز سره د ترسره کیدا د ملاتړ لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4245866