ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، د ایران داسلامی جمهوریت د حکومت ویندوئې میرمن فاطمه مهاجراني د اکتوبر په دریمه نیټه،د حکومت دکابینې د غونډې په څنډې کې د خبریالانو په ټول کې د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان د والی په توګه د اهل سنت بلوچ منصور بیجار د ټاکل کیدا خبر ورکړ.
په راپور کې وئيل شوي دي، د ایران دزاهدان داهل سنت دجمعې امام مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي د سیستان او بلوچستان د نوي والی منصور بیجان د معارفې او احترام په دستورو کې ددغې چارې په هرکلي سره ووئيل؛ له مختلفو مذهبونو اوقومونو څخه په څوکیو ټاکل کیدا د ملی وفاق حکومت یوه ژمنه وه،چې په دې لړ کې عملی اقدامات او ګامونه پورته شوي، او د هغو یو مثال په کردستان او سیستان او بلوچستان کې د اهل سنتو والیانو ټاکل کیدا ده چې د قدرونې وړ چاره ده.
د ایران د سیستان او بلوچستان د خاش ولسوالۍ داهل سنت جمعې امام مولوي عبدالستار حسین زهي هم ووئیل، په کردستان او سیستان او بلوچستان کې داهل سنت والیانو ټاکل کیدا او دغه راز د ولسمشرۍ د محرومو سیمو د مرستیال او په ځينو نورو څوکیو د اهل سنتو انتخاب د اهل سنت پر شخصیّتونو د ایران د اسلامی جمهوری نظام او حکومت د اعتماد او باؤر نښه ده.
مولوي یوسف ګرګیچ چې د زاهدان داهل سنت یو بل مذهبی عالم دی ووئيل؛د سیستان اوبلوچستان د والي په انتخاب کې قومیتونو ته پام پر دې سربیره چې د ملی وحدت ضامن شي،د ایران داسلامی جمهوری نظام او حکومت ټولنیزې پانګې هم لوړوي.
د ایران دپه جنوب کې دمیرجاوې د اهل سنت دجمعې امام مولوی عبدالرحیّم ریګیان پور هم په دغو دستورو کې ووئيل،د وحدت ساتل او د تفرقه اودرز اچونې په زمینې کې د دښمن د موخو ناکامول، د ټولو قومي او کلتوری ظرفیّتونو په نظر کې په نیولو سره ممکن دي او اوس د اهل سنت اوبلوچ والی په ټاکل کیدا سره د قومونو او مذهبونو له کړکئ څخه د درز اچونې په پروژې کې دښمن بې شرمه ماتې وخوړله.
له دې مخکې هم د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیانپه څوکیو او ځائيګیو د مختلفو قومونو او مذهبونو د منصوبولو په دوام کې د کلو د پراختیا په چارو کې د ولسمشرۍ په مرستیالۍ د اهل سنت کرد عبدالکریم حسین زاده منصوب کړ.
همداراز د ایران په لویدیځ کې د کردستان د والي په توګه د اهل تسنن ځوان آرش زره تن لهوني هم وټاکۀ.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود څه موده مخکې د درست ایران د اهل تسنن د عملیه حوزو د مدیرانو ، د جمعې امامانو او عالمانو په ټول کې پخپلې وینا کې د ؛اسلامی امت؛ ګرانبّیه هویّت؛ ساتل ضروري بللي او ددغه وحدت او یووالی د خرابولو لپاره ئې د بدغواړو د هڅو او دغه راز د اسلامی وحدت پر اهمیّت په ټينګار سره وئيلي وو، د؛اسلامی امت؛ موضوع هیڅکله هم باید هیره نشي.::
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي زیاته کړې؛له ډيرو دسیسو سره سره،د ایران د اهل تسنن ټولنې د دښمنانو له غلیمانه انګیزو سره سخته مقابله کړې، چې د هغې ګواه،د سپيڅلي دفاع او په نورو وختونو کې د اهل تسنن د پنځلس زره شهیدان او دغه راز د اسلامی انقلاب او حق په لاره کې د اهل تسنن د ډيرو زیاتو عالمانو شهادت دی.