IQNA

د مقاومت د شهیدانو په یاد سره د قرآن په سیالیو کې د پاکستانیو قاریانوګډون

13:58 - November 07, 2024
د خبر لمبر: 3490122
ایکنا – د قرآنی کلتور د دودیدا او د  مقاومتي چورلیز  د شهیدانو د یاد او خاطرې او درنښت په موخې سره  د قرآن کریم د قرائت سیالۍ  د اهل تسنن او اهل تشیّع د قاریانو په شتون سره د پاکستان په پندۍ ښار کې ترسره شوې.(لید)

ایکنانیوز  د اسلامی  فرهنګ او اسلامي  ارتباطاتو د ادارې له قوله راپور راکوی،  په دغو سیالیو کې چې  په اسلام اباد کې د  ایران د کلتوري سلایارئ په ملګرتیا او د ایران د  کلتور  خونې په همت سره د مقاومت د شهیدانو په یاد کې په پنډئ ښار کې ترسره شوې ،دښاغلو او آغلو په دوو برخو کې له شپاړسو کلونو کم عمره او زیات عمره  کسانو په دوو  برخو کې  په ولولې اوپرتم سره پخپلو کې سره سیالۍ وکړې.په دغو سیالیو کې نړیوالو قاضیانو  په دقیقې  ارزونې سره  د هر برخې برلاسه کسان وپيژندل او په پاي کې ممتازو قاریانو ته نغد انعامونه او میډالونه هم ډالۍ شول.

رقابت قاریان پاکستانی در مسابقات قرآن به یاد شهدای مقاومت

په لومړنۍ برخې کې له لسو کلونو تر شپاړسو کلونو پورې زلمیانو قاریانو او حافظانو د قاضیانو او ګډون کونکو په شتون کې د خپل قرائت هنر نندارې ټه وړاندې کړ. په دوهمې برخې کې هم  له شپاړسو تر دیرشو کلونو پورې ځوانو قاریانو اوحافظانو،د قرآن کریم  دآیتونو تلاؤتونه وکړل . او د دستورو فضا  ئې د خپلو په زړه پورې غږونو سره  نوراني کړه. دعمر له پلوه  دغه ویش  ګډون کونکو ته دا امکان ورکړ څو  خپلې توانمنۍ  په مختلفو  سویو کې نندارې ته وړاندې کړي.

له شپاړسو کلونو  په زیات عمر لرونکو کسانو په برخې کې  محمد سلمان  وحید  د لازیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړي مقام وګاټه، محمد داؤد  په دوهم ځائيګي کې راغی او محمد شفیق هم دریم ځائيګی خپل کړ.  له لسو ترشپاړس کلونو عمر لرونکو  زلمیانو کې  هم  محمد حماد ترټولو غوره قاري په توګه وټاکل شو ، حذیفه  په دوهم مقام کې او احمد رضا  هم په دریم ځائيګي کې راغی. د میرمنو په برخې کې هم  میرمن طاهره بتول  لومړی مقام وګټلو، میرمن اسماء دوهمه شوه او میرمن حسینه زاهد هم دریم مقام خپل کړ.

رقابت قاریان پاکستانی در مسابقات قرآن به یاد شهدای مقاومت

 مقاومت اسلامی د قرآڼ له ژورو تعلیمانو  سرچینه اخستې ده.

 د قرآن کریم  د قرآئت د محفل په پاي کې ، د برلاسه قاریانو او قاضیانو او نورو ګډون کونکو  ته هم دجایزو په ورکولو سره  قدرونه اوستاینه وشوه.

ددغو قرآني سیالیو په څنډې کې، د فلسطین د خلکو د مظلومیّت د نمایش په موخې سره  ددغه ټاټوپي د ستاینې او دغه راز د صهیونیسټي  وحشي رژيم د انسان ضده جنایتونو د محکومت په باب  د یوشمیر انځورونو نندارتون هم جوړ شو.

https://iqna.ir/fa/news/4246635

 

captcha