IQNA

امام خامنه ای ولې د پیغمبر(ص) لمسۍ حضرت زینب د نارینه ؤ او ښځو لپاره بې ساري بېلګه ګڼي؟

18:36 - November 07, 2024
د خبر لمبر: 3490125
ایکنا - حضرت زینب (سلام‌الله‌علیها) د عاشورا په واقعه کې ډېر مهم رول ولوبول، هغوی نه یوازې په کربلا کې د خپل ورور حضرت امام حسین علیه السلام په څنګ کې حاضره شوې وه بلکې د ښځو او د ماشومانو مدیریت یې هم په غاړه لرل، بلکه د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته، د عاشورا د پیغام د ژوندي ساتلو دنده هم په غاړه واخیسته.

ایکنانیوز د پارس توډې له قوله راپور راکوي، حضرت امام خامنه ای د موقعیت پېژندنه، زړه وړتیا او ډېر زیات صبر په شان د حضرت زینب سلام الله علیها شخصیتي ځانګړنو ته اشاره کوي او دغه بزرګواره بی بی   د ښځینه عزت او برم د بېلګې په توګه معرفي کوي.

حضرت زینب (سلام‌الله‌علیها) د حضرت علی علیه السلام او حضرت بې بې فاطمه الزهرا (سلام‌الله‌علیها) لور او د اسلام د ګران پیغمبر (صلی‌الله‌علیه‌وآله) لمسۍ وه. هغوی د یوې داسي کورنۍ په لمنه کې لویه شوې وه چي د پرهیزګاری، زړه وړتیا او ایمان بېلګه وه. حضرت زینب (سلام‌الله‌علیها) د عاشورا په واقعه کې ډېر مهم رول ولوبول، هغوی نه یوازې په کربلا کې د خپل ورور حضرت امام حسین علیه السلام په څنګ کې حاضره شوې وه بلکې د ښځو او د ماشومانو مدیریت یې هم په غاړه لرل، بلکه د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته، د عاشورا د پیغام د ژوندي ساتلو دنده هم په غاړه واخیسته. هغوی د اسارت په سختو حالاتو کې او د یزید او عبیدالله بن زیاد په شان له دښمنانو سره په مقابله کې په پوره زړه وړتیا او صلابت سره، مقاومت وکړ او په خپلو روښانه کوونکو وېناو سره، د کربلا د واقعې حقیقت یې خلګو ته روښانه کړه. د کربلا د واقعې د څرنګوالې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې د حضرت زینب (سلام‌الله‌علیها) مشهوره جمله چي وفرمایل: «ما رأیت الا جمیلا» (له ښکلا پرته مي هیڅ نه ولیده) په متعال خدای او د پنځون په حقیقت باندې د هغوی د لوړ ایمان او معرفت ښودنه کوي. د مطلب په دوام کې د هغې بې بي په هکله د اسلامي انقلاب د رهبر نظر لولئ.

حضرت زینب ته د امام خامنه ای لیدلوری؛ د انسانانو لپاره یوه بېلګه

 امام خامنه ای په ځلونو په خپلو وېناو کې د حضرت زینب (سلام‌الله‌علیها) شخصیت ته اشاره کړې ده او هغویې د ښځو لپاره بې سارې بېلګه بللې ده، د اسلامي انقلاب د رهبر په نظر کې، حضرت زینب د عاشورا په پېښه کې له دښمن سره په مقابله کې د وتلي رول او مقاومت په خاطر د یوې مسلمانې او مومنې مېرمنې وتلې بېلګه ده. هغوی وایي: « په عاشورا کې، د کربلا په پېښه کې، وینه په تورې باندې بریالۍ شوه – چي په حقیقت سره بریالۍ شوه- د دې بریال لامل حضرت زینب سلام الله علیها وه، که نه وي نو وینه په کربلا خلاصه شوه... دا پېښه ښودنه کوي چي ښځه د تاریخ په څنډو کې نه ده، ښځه د مهمو تاریخي پېښو په منځ کې ده

د انقلاب رهبر د موقعیت پېژندنې، زړه وړتیا، او زیات صبر په شان د حضرت زینب د شخصیت ځانګړنو ته اشاره کوي او هغوی د ښځینه برم او عزت د وتلې بېلګې په توګه معرفي کوي. د رهبر په وېنا: زینب کبری سلام الله علیها د یوه مومنه انسان د زړه له پیاوړتیا، ثبات او عظمت سره، او د یوې في سبیل الله مجاهدې له روښانه او جوتې ژبې سره ښځینه عاطفه او ښور یو ځای کوي... د هغې د ښځینه عظمت په وړاندې ظاهري مشران سپک او بې عزته کیږي.

امام خامنه ای حضرت زینب سلام الله علیها د ښځو د اسلامي چلند ښوونکې بولي او د ژواندنه په ټولو پړاونو کې هغه بې بي د ښځو لپاره یوه عملي بېلګه معرفي کوي.

هغوی وایي: « زینب کبری سلام الله علیها، په مدینه کې د یوې مېرمنې، د یوې میندې، او د پیغمبر ص په کورنۍ کې د یوې وتلې ښځې رول په تر ټولو غوره طریقې سره، ادا کړې ده... د علمي له پلوه، د پرهیزګاری له پلوه، د پاکلمنۍ او طهارت له نظره او د اخلاقي بیلګې له پلوه،...  یوه ښوونکې، یوه معنوي معلمه، د اخلاقو او د ښځو د اسلامي کردار بېلکه بلل کیږي.

د اسلامي انقلاب رهبر همدارنګه د حضرت زینب سلام الله علیها معنوی مقام ته اشاره کوي او هغوی د اسلامي روزنې او تربیت په برخه کې د ټولو ښځو لپاره بېلګه ګڼي. هغوی په دې اړه وایي: « که اسلامي ټولنه وکولایشي ښځې په اسلامي بېلګې سره وروزي – یعني د بې بې فاطمه الزهرا یعني د بي بي زینب څخه اخیسته وکړي، لویې او بزرګوارې ښځې ورزوي چي کولایشي دنیا او تاریخ تر اثر لاندې راولي- هغه مهال ښځه خپل حقیقي مقام ته رسېدلې ده.

په پای کې امام خامنه ای د دښمن په وړاندې د حضرت بي بي زینب سلام الله علیها ځپونکې وېنا، عظمت او زړه وړتیا ستاینه کوي او هغه بي بي د عزت بېلګه ګڼي. رهبر په دې اړه وایي: حضرت بي بي زینب کبری سلام الله علیها له ناسمو او ناباورو خلګو سره مخامخه شوې خو سره له دې داسي پیاوړې وېنا کوي. هغه د تاریخ مېرمنه ده، دا ښځه نوره ضعیفه نه ده... دا ښځه ده چي انسانیت لره بېلګه ګرځي، د نړۍ د لویو نارینه او ښځینه شخصیتونو لپاره

captcha