د اسلام لوي عالمان په دې اند دي چې معاد په روحاني اوبدنی دوو بڼو رامینځةکیږي.د قرآن د آيتونو په اساس هماغه بدن چې خاورې او له مینځه تللی ،د خداي په فرمان سره غونډيږي.په قرآن مجید کې د بدني معاد شواهد ډیر زیات شته دي.هغه آیتونه چې د یس سورې په آخر کې ئې لولو، په ډاګه دغه حقیقت بیانوي.په دغو آیتونو کې صحرائي عربان له پیغمبراکرم(ص) څخه په حیرانتیا سره پوښتنه کوي،د مردګانو سخا شوي هډوکي څوک ژوندي کولی شي.؟ قرآن په ډاګه د هغه په ځواب کې فرمائي؛«قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَها أَوَّلَ مَرَّةٍ»؛ ووایه همدغه سخا شوي هډوکي هغه خدای چې په لومړۍ ورځ ئې جوړ کړي دي ،ژوندی کوي:::
د معاد په موضوع کې د ټولو مشرکانو او د دوي د مخالفانو تعجب او حیرانتیا د همدې موضوع په سر وه چې مونږ څرنګه کله خاورې شوو، او زمونږ خاورې په مځکې کې خورې ورې شي، نو بیا له مونږه د حیات قالي څرنګه اغوستل کیږی؟؛ «وَ قالُوا أَ إِذا ضَلَلْنا فِي الْأَرْضِ أَ إِنَّا لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ» (سجده /10). ؛ دوي وائي ؛تاسو ته دغه کس څرنګه ژمنه درکوي، کله چې مړه شئ او خاورې شئ ،نو بیا بیرته ژوند ته ورګرځئ:؛ «أَ يَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذا مِتُّمْ وَ كُنْتُمْ تُراباً وَ عِظاماً أَنَّكُمْ مُخْرَجُونَ» (مؤمنون/ 35). دوي دومره دې مسئلې ته حیرانیدل چې د دوي خبرې پر خدای پورې دروغ یا د لیونتوب فکر کاوه:: «قالَ الَّذِينَ كَفَرُوا هَلْ نَدُلُّكُمْ عَلى رَجُلٍ يُنَبِّئُكُمْ إِذا مُزِّقْتُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّكُمْ لَفِي خَلْقٍ جَدِيدٍ» ؛ کافرانو ووئيل یو داسې کس درته ښایوو چې تاسو ته خبر درکوي، کله چې په بشپړ ډول خاورې شئ او خوره واره شئ،نو بیا نوی ژوند درته په برخه کیږي:ـ( سبا سوره آیت ۷ او ۸)په همدې دلیل عموما د معاد په باب د قرآن استدلالونه د بدني معاد په چورلیز تاویږي.
پر دې سربیره هغه څه چې ووئيل شول ، قرآن کریم بیا بیا ټينګار کړی دی چې انسانان د قیامت په ورخ له قبرونو ویستل کیږي(یس ۵۱- قمر ۷) د قیامت په ورځ له قبر څخه پاڅيدل په مشخص ډول د معاد بدني کیدا ته اشاره ده.د ایراهیم څلورو مرغانو کیسه،همداراز د عُزیر او د له مرګه وروسته د هغه د ژوندي کیدا کیسه،او د بنی اسرائيلو د مقتول کیسه ،ټول په جوت ډول د بدني معاد خبرې کوي.
هغه زیاتره سپارښتنې چې قرآن مجید د بهشت د معنوي اومادي مواهبو په باب کړي ي،ټوله ښئ چې معاد هم په بدني مرحلې کې او هم د روح په مرحلې کې تحقق مومي او که داسې نه وي، نو حصور او قصور او ډول ډول بهشتي خواړۀ او مادي خوندونه د معنوی مواهبو ترڅنګ هیڅ معنا نه لري.
په هرحال ممکنه نه ده څوک د قرآن کریم د منطق او فرهنګ باندې تریوه حده پوهه ولرل شي او د بدني معاد انکار وکړي، او په بله معنا،د بدني معاد انکار کول ، د قرآڼ له نظره د معاد له اصله د انکار په معنا دی.
https://iqna.ir/en/news/3490590