ایکنانیوز د رشیا ټوډې له قوله راپور راکړی، ماسکو ښار د نومبر له شپږمې تر اتمې نیټې پورې د قرآن د نړیوالو سیالیو د دووویشتم پړاؤ کوربه ؤ چې په اسلامی نړۍ کې یوه ترټولو لویه کلتوري او دیني پیښه شمیرل کیږي.
دغه سیالۍ د روسیې د فیډریشن د مسلمانانو د معنوي ادارې له خوا د قطر د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت په مشارکت سره ترسره شوې او د نړۍ د څه دپاسه دیرشو هیوادونو ګډونکونکو د قرآن کریم په حفظ کې خپله پوهه اومهارت نندارې ته وړاندې کړ.
د سیالیو په دغه پړاؤ کې د لیبیا صهیب محمد عبدالکریم، د قطر عبدالعزیز عبدالله الحمري او له یمنه عزیز یحیی سعید السطان په ترتیب سره له لومړي تر دریم پورې ځائيګي وګټل.
داپه داسې حال کې دي چې د ټول قرآن حافظ او د ایران د اسلامی جمهوریت استازي محمد رسول تکبیري ددغو سیالیو په دغه پړاؤ کې کوم مقام ونه ګټل شو.
د سیالیو ددغه پړاؤ پایزې دستورې د تیرې جمعې په ورځې د ماسکو د کاسموسهوټل د کنسرټ په هال کې ترسره شوې.د ماسکو مفتي روشن عباسوف په هرکلي وئيلو سره، ټول ګډونکوني او له قرآني او اسلامی هنر سره مینه وال د قرآن د خزانو ،معنوي نمایش لیدو ته دعوت کړل.د ښه دود شوي سنت په اساس، په دغو دستورو کې په حاضرو کسانو کې د قره کشۍ په اساس دعمرې د زیارت ټکټونه هم ویشل کیږي.
د ماسکو مفتي په پاي کې د ماسکو د قرآن دنړیوالو سیالیو د ترسره کولو لپاره د مفتی شیخ راویل عین الدین مننه وکړه او ددغه معنوي پيښې څخه د ملاتړ لپاره ئې د قطر د ګډون کونکي احمد ناصر آل ثاني هم قدرونه او ستاینه وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/4247289