IQNA

په لاهور کې د ایران په کلتوري خونې کې د قرآن سیالۍ ترسره شوې

15:09 - November 11, 2024
د خبر لمبر: 3490141
  د پاکستان په ټولنې کې د قرآني کلتور د دودویدا او ژورتیا په موخې سره،په لاهور کې د ایران داسلامی جمهوریت په کلتوری خونې په پنجاب صوبې کې د قرآنی سیالیو دستورې ترسره کړې.

ایکنانیوز د ایسنا له قوله راپور راکوي،د ایران د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې  داطلاع رسونې د برخې له قوله راپور ورکړی، دغه سیالۍ چې د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې ترسره شوي، د پاکستان د خلکو په کلتور کې د قرآن کریم د مقدس او لوړ مقام ته په پام سره د مختلفو پرګنو له خوا له پراخ هرکلی سره یو ځاي شوې.
په دغو سیالیو کې له درست پنجاب صوبې څه دپاسه ۷۵۰کسانو  برخه و  اخسته.
په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې مسئول اصغر مسعودي په د غو دستورو کې پخپلې وینا کې د قرآن کریم لوړ مقام او ارزښت ته په اشارې سره  ووئيل، نن سبا د اسلامی نړۍ  او بشریّت زیاتره مشکلات له قرآنه دلیرې  کیدا له امله دي
هغه زیاته کړې ده، که مسلمانانو د قرآن کریم  په فرمان او  او په  وحدت باندې عمل کولو ته مخه کړې وائ، نو وحشي صهیونیسټي رژيم په غزې او لبنان کې په لسګونو زره بې ګناه ښځې، ماشومان او بوډاګان په وینو کې نه شول لیت پیت کولی.


دغه سیالۍ په څو مرحلو کې ترسره شوې څو د ګډون کونکو قرآنی توانمنئ په سمه ارزول شي.
https://www.isna.ir/news/1403082115590  

captcha