IQNA

د تقلیدي تلاؤتونو د جشنوارې لپاره ځانګړی امتیاز

10:26 - November 12, 2024
د خبر لمبر: 3490146
ایکنا – د تقلیدی تلاؤتونو د جشنوارې منشي دې ته په اشارې سره چې د جشنوارې دوهم پړاؤ د کال تروروستیو پورې ترسره کیږي، ووئيل، ددغه پړاؤ ګډون کونکي د  لازم نصاب د حد دترلاسه کولو په بڼه کې په مستقیم ډول د اوقافو د ادارې د قرآن  دعمومی سیالیو د هیواد مرحلې ته لاره موندلی شي.

ایکنانیوز  راپور راکوي،د تقلیدي تلاؤتونو د جشنوارې منشي علی محرابي  ایکنانیوز سره په خبرو کې د جشنوارې ددوهمې مرحلې ترسره کیدا ته په اشارې سره ووئيل، د نامو لیکل به د لیندۍ یا میزان د میاشتې  له لومړیو ددغې میاشتې ترپنځلسمې پورې دوام ولري.
هغه دې ته په اشارې سره چې دوهمې مرحلې جزیات به د خبرتیا په خپرولو سره اعلان شي،ووئيل،هڅه کووڅو سیالي کونکي په یوې علمي اوتجروبي پشتوانې او ملاتړ سره  یوځاي شي او دغې پشتوانې ته د رسیدا لپاره له همدااوسه د سیالۍ کونکو لپاره د نفسیاتي چارو دکارپوهانو یوه ډله په نظر کې نیول شوې ده څو ګډون کونکو ته مشورې ورکړي.

امتیاز ویژه برای جشنواره تلاوت‌های تقلیدی
 محرابی د جشنوارې د هیواد  د مرحلې په باب هم ووئيل؛ د جشنوارې ددوهم پړاؤ نهائي مرحله  به سږکال سلواغې میاشت او د قزوین ښار په کوربتوب سره ترسره شي.
 د قرآن کریم د ممتازو قاریانو د روزنې ،زده کړې او د وړتیاؤ موندونکي ملی پلان مسئول  ووئيل، هغه کسان چې د هیواد په سویه په مرحلې کې د نصاب تر حده امتیاز  ته ورسیږي، په مستقیم ډول به د اوقافو د ادارې د قرآن دعمومی سیالیو دهیواد  په سویه مرحلې ته لاره ومومي او بالعکس هغه ځوانان چې د اوقافو د ادارې په عمومی سیالیو کې  دهیواد مرحلې ته ورسیږي، په مستقیم ډول به د تقلیدي تلاؤتونو د جشنوارې  دهیواد مرحلې ته لاره ومومي.


https://iqna.ir/fa/news/4247319/

captcha