IQNA

د صهیونیستي رژيم ماهیّت جنګ غواړی او فتنه اچول دي

10:30 - November 12, 2024
د خبر لمبر: 3490147
ایکنا – د عمان عمومی مفتي شیخ اح مد بن حمد الخلیلي  ووئيل، د صهیونیستي رژيم ماهیّت د جنګ غواړي خوي ، فتنه اچونې، برلاسه کیدا او سلطه غواړی خواي په اساس ولاړ دی.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکوي،د عمان مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي  په ایکس پاڼې کې په خپل یوه ټویټ کې  وئيلي دي،له صهیونزم څخه د لویدیځي حکومتونو  ملاتړ،دوي مغرور کړي او سبب شوی چې صهیونیسټان فکر وکړي چې کومه ځانګړنه لري چې نور ئې نه لري او له قانونه ورآخوا عمل کوي او اقدامات ئې له کوم غبرګون سره نه مخ کیږی.
هغه ټينګار کړی، هغه ادعاګانې چې صهیونیسټي لابۍ ئې د ظلم او مظلوم شونې په باب مطرح کوي، په بشپړ ډول باطلې دي او هغه څه چې د صهیونیسټي رژيم د بې انصافه اوناعادلانه ډول انځور په باب  ئې لویدیځي رسندوئي اړم  خپروي، یو ظالمانه او  بې انصافه اقدام دی.
 دعمان مفتي په دوام کې ووئيل، د اسرائيلي رژيم سلطه غوښتنه  د ملتونو له طبیعي غبرګون سره مخ کیږي، انسانان دنیا ته د خپلو حقوقو ددفاع لپاره رالیږل شوي دي او دا خبره د فلسطین او لبنان د خلکو به مقاومت کې په روښانه ډول رابرسیره شوې ده.
شیخ احمد بن حمد الخلیلی د سیمې له بیښو د لویدیځ د لازیاتې پوهیدا په ضرورت باندې په ټينګار سره او په تیره بیا د صهیونیسټي رژيم څخه د لویدیځي حکومتونو دملاتړونو رابرسیره کیدا ته په پام سره ووئيل،  لویدیځي هیوادونه  باید د فلسطین د موضوع  په وړاندې له دوه ګوڼي سیاسته لاس واخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4247568

captcha