د بیروت له ضاحیه سره نزدې په دوو مسیحي میشته کوڅو باندې د صهیونیسټي رژيم په حملې کې چې اوس د شیعیانو ددیره کیدا ځای دی،د هستوګنې ځایونه په بشپړ ډول په کنډوالو بدل شوي دي.
پارس ټوډې راپور ورکړی،د اسرائيلو دا اقدام په داسې حال کې دی چې د کرکتونکو په وینا، په بیروت کې د امریکاسفیره لیزاجانسن په لبنان کې د قومي او پرګنیزو درزونو د رامینځةکولو لپاره فعاله شوې ده او هڅه کوي، له صهیونیسټ رژیم سره دمرستې لپاره په لبنان کې د شیعیانو-دروزیانو یا د شیعیانو - مسیحیانو پرګنیز جنګ رامینځةکړي.
د لبنان یوه شناندی نبیل عواضه په دې باب وائي؛د دروزو او مسیحیانو په سیمو او دغه راز ضاحیّې په شاوخوا کې کې د ګډ ژوند کونکو سیمو باندې په حملې کې داسرائيلو سپير اقدام په داسې حال کې دی چې د لبنان حزب الله ولسی مبارز غورځنګ دلته هیڅ دفتر یا مرکز نه لري او مشخصه ده چې اسرائيل، د مقاومت په ضد د ټولنیزو خپګانونو په رامینځةکولو پسې دي.
د لبنان یو کارپوه او شناندی علی مراد هم وائي،صهیونیسټي دښمن هغه مهال چې په هغو سیمو چې عامو خلکو پکې پناه اخستې،بمباري کوي،په مستقیم ډول هڅه کوي یو نفسیاتي جنګ رامینځةکړي.
وحشي صهیونیسټي رژيم د تیرې ستمبر میاشتې له ۲۳ راهسې د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو پراخې حملې پیل کړي دي او تر وروستیو شیبو پورې هماغه راز دوام لر. په دغو حملو کې تراوسه پورې په سلګونو لبناني ښاریز شهیدان شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي هم دي.
https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i3698