IQNA

له اسلامی مقاومت څخه پر ملاتړ د پاکستانیو متفکرانو کلک ټينګار

14:24 - November 12, 2024
د خبر لمبر: 3490150
ایکنا -  د پاکستان په لسګونو زره خلکو په کراچۍ کې دمقاومت د شهیدانو د سالار سید حسن نصر الله د څلویښتۍ په مناسبت په سترې غونډې کې په ګډون سره د قدس د آزادۍ  دلارې له شهیدانو سره د میثاق په نوي کولو سره د وحشي صهیونیستي رژيم په مقابل کې د اسلامی مقاومتي جبهې  پر هراړخیز ملاتړ ټينګار وکړ.

ایکنانیوز د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د ادارې له قوله راپور ورکړی،دمقاومت د شهدیانو د کنفرانس په نامې سره په دغې غونډې کې چې دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ په همت سره ترسره شوی، د کراچۍ او شاوخوا سیمو په لسګونو زره خلکو،د بیلابیلو مذهبی،سیاسی ټولنیزو مشرانو ،عالمانو ،متفکرانو، او فعالانو او رسیندوئي مسئولانو پکې ګډون درلود او د م قاومت د جبهې د شهیدانو دسرښیندنې او  له کلک مقاومت په ستاینې او د وحشي صهیونیسټي رژيم  د جنایتو نو په مقابل کې ئې د فلسطین او لبنان د مظلومو او مقاومت کونکو  خلکو او مبارزو ډلو ټپلو پر جوت ملاتړ ټينګار وکړ.
ددغې لوئې غونډې ویناوالو د شهید سید حسن نصر الله د مقاومت د جبهې د لوړ شخصیّت د اړخونو په بیانولو او د حاج قاسم سلیماني،اسماعیل هنیّه،یحیی سنوار  او سید هاشم صفی الدین پشمول د مقاومتی جبهې د شهیدانو د یاد او  خاطرو په درنښت او ستاینې سره دوي ونازول شول د صهیونیسټي  ناروا او جنایتکار وحشي رژیم  د نیواکګرۍ او تیریو په وړاندې ئې د مقاومتي چورلیز  د مبارزانو مقاومت سخته مبارزه  د اسلامی نړۍ لپاره یو ویاړ وبالۀ.
د پاکستان سیاسی او مذهبی مشرانو پخپلو ویناؤ کې د صهیونیسټي جنایتکار رژیم په مقابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت په ملاتړ سره  د فلسطینی مقاومتي ډلو ټپلو پر موقعیّت په ټينګار سره په زغرده وئيلي دي، صهیونیسټي رژيم د بشریّت دښمن دی او په غزې کې د اور بند لپاره موافقه به هیڅکله هم تل پاتې نه وي.په نتیجې کې ضروري  ده چې مسلمان او د نړئ آزادي غواړي  هیوادونه  د اسلامی مقاومتي جبهې په ملاتړ سره د فلسطین لپاره یوه تل پاتې  او عادلانه حل لاره ومومي او دقدس په آزادۍ سره  د نړۍ سوله او امنیت تضمین کړي.
 په دغو دستورو کې د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ مشر سناتور علامه راجه ناصر عباس جعفري، د حماس غورځنګ یوه مشر ابومرزوق، دلبنان د حزب الله  یوه مشر ابراهیم موسوي، د پاکستان د متحده قومي مومنټ یوه مشر فاروق ستار، د جماعت اسلامی  یوه مشر معراج الهدی او نورو شیعه او سني مشرانو او سیاستوالانو پکې ویناوې وکړې.
https://iqna.ir/fa/news/4247783/  

captcha