ایکنانیوزالمصری الیوم له قوله راپور راکوي،شیخ الازهر او د مسلمانو حکماؤ د شورا مشرشیخ احمد الطیب د لړم په ۲۱ نیټه د آذربایجان جمهوریت په پلازمینې باکو کې د ژواک چاپیریال د نړیوال سمینار په څنډې کې د اروپائي شورا له مشر شارل میشل سره په کتنې کې ووئیل، دغه لیده کاتۀ د هغو انساني دردونو او کړاؤنو او اندیښنو دآوریدو لپاره یو فرصت دی له عقل او منطقه ورآخوا ئې شاهدان یوو او له خداي تعالی غواړو دغه کړاؤنه دې ختم کړي.
هغه په غزې تړانګې کې د صهیونیستي رژيم جنایتونو ته په اشارې سریه ووئيل، له فلسطینه په ملاتړ کې لټي ، سبب شوې ده چې ډیری فکر وکړي،دغه بلواوې چې نړۍ ئې راګیره کړې ده،حل کیدوني نه دي او هیڅ یو قدرت د نیواکګرو په وړاندې نشي دریدلی او دوي د بې ګناه انسانانو د وینې له بهولو نشي غړولی .
هغه په دغې کتنې کې په ډاګه کړه، د غزې د غمیزو په باب د اروپا د دوه ګوڼي کړچار شاهدان یوو او وینو چې ځيني هیوادونه د اسرائيلو جنایتونه محکوموي او ځیني نور په وسلو سره ددغه وحشي رژيم ملاتړ کوي.
شیخ الطیب ووئیل، د سولې د تحقق یوازینۍ لاره ،د تیریو د مخنیوي لپاره دتیریګرو په وړاندې قدرتمنه او کلکه دریدا ده او د دوو پوځونو ترمیځ د برابر جنګ په توګه د غزې د پیښو انځورول ، د فلسطین په ملت او آرمان ښکاره شلم دی ، ځکه هغه څه چې په غزې کې روان دي، په یوه هغه بې دفاع ولس باندې په بشبړ وسلو باندې د سنبال پوځ یرغل دی چې حتی د ژوندي پاتیکیدا لپاره کافی خواړۀ هم نه لري.
احمد الطیب ټینګار وکړ،ډیری لویدیځي مسئولان دهغه څه واقعیّتونه چې په غزې کې روان دي، نشي انځورولی او پخپلو څرګندونو کې هڅه کوي ،ځانونه بې پلوه وبریښوي او اعلامیې خپرې کړي چې انډولیز ماهیّت لري څو د یوه لوري په وړاندې له بل لوري له ملاتړه ځان لیرې وګڼي.حال دا چې دا ټول د بې څوکه اومظلومو خلکو په وړاندې د ظالمانو یو ډول ملاتړ او ورباندې دسترګو پټول دي چې انسانیّت ورڅخه شرمیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4247859