ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور ورکړی،دعربستان په جده کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرکنسول حسن زرنګار پرون دعربستان دپاچائۍ دلویدیځي سیمې له پوځي قوماندان سردار احمد الدبیس سره په کتنې کې د ایران او عربستان د لوړپوړو چارواکو د ټينګارونو په سیوري کې ددواړو هیوادونو تریمنځ دپوځي او امنیتی مناسباتو د پراختیا په باب خوښي وښودله او د ددواړو هیوادونو د اقتصادي ،تجارتي او کلتوري ملګرتیا ؤ د پراختیا په ضرورت ئې ټينګار وکړ .
حسن زرنګار د ایران د اسلامی جمهوریت او عربستان د دوو وروڼو او ګاونډیو هیوادونو د ځائيګی په مهم بللو سره د سیمه ایزو بدلونونو په باب په تیره بیا د فلسطین د موضوع او د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو سره د مقابلې او د غزې او لبنان د بې دفاع خلکو د نسل وژنې د مخنیوي په باب ددوو اړخیزو ملګرتیاؤ په اهمیّت ټينګار وکړ.
جنرال الدبیس هم د ایران له اسلامی جمهوریت سره د مناسباتو د پراختیا په باب د عربستان د لوړوپوړو چارواکو جوتو فرمانونو ته په اشارې سره د سیاسی،اقتصادي،پوځي او کلتوري اړیکو لازیاته لوړتیا ددواړو هیوادونو د خلکو او حکومتونو او د اسلامی نړۍ په ګټه وبلله.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154218