د ؛برزخ ؛ټکی په اصل کې دهغه شي په معنا دی چې د دوو شیانوترمینځ خنډ کیږي او بیا هر هغه شي ته چې د دوو اوامرو ترمینځ راشي، ورته ؛برزخ ویل کیږی. په همدې اساس هغې دنیا ته چې د آځري دنیا او اوسنۍ نړۍ ترمینځ واقع شي،؛برزخ وئيل کیږي.د قرآن کریم ډیرو آیتونو ددغه شان نړۍ په شتون چې کله کله ئې تعبیر؛ عالم قبر او یا ؛عالم ارواح؛ په نامې یاد شوي دي، اشاره کړې ده. وَ مِنْ وَرائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلى يَوْمِ يُبْعَثُون»« او د دوي په وړاندې عالم برزخ دی ترهغې ورځې پورې چې بیا راپورته شي؛( مومنون سوره – ۱۰۰) دا یو هغه آیت دی چې په دې زمینې کې د توجه وړ دی.
یو بل آیت چې په جوت ډول ددغه شان نړۍ وجود اثباتوي، د شهیدانو له حیات او ژوند سره اړونده آیتونه دي؛ لکه د ؛وَ لا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْواتاً بَلْ أَحْياءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ» « یعني هیڅکله هم دا ګمان ونه کړئ ،هغه کسان چې دخدای په لاره کې ووژل شوي ،مړه شوي دي ،دوي ژ،ندي دي او د خپل پرودرګار په نزد روزي ورکول کیږی.(آل عمران- 169)دلته دخداوندمتعال خطاب پيغمبر اکرم ته دی ، او د بقرې سورې په ۱۵۴ آیت کې ټولو مومنانو ته په خطاب کې فرمائي؛ وَ لا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْواتٌ بَلْ أَحْياءٌ وَ لكِنْ لا تَشْعُرُونَ»« او هغه کسان چې د خداي پّ لاره کې ووژل شي،ورته مرده مه وائۍ، بلکې هغه ژوندي دي ، خو تاسو نه پوهیږئ؛:: د شهیدانو په شان د لوړمقام مومنانو په باب نه یوازې د برزخ نړۍ شته ،بلکې د فرعون او دهغه د یارانو په شان بلواؤ او بغاؤت او کفر په باب هم بزرخ شته ،لکه څنګه چې د مومن سورې په ۴۶ آيت کې راغلي دي؛ النَّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْها غُدُوًّا وَ عَشِيًّا وَ يَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ أَدْخِلُوا آلَ فِرْعَوْنَ أَشَدَّ الْعَذابِ» «دوي (فرعون او دهغه ملګري) هر سهار او ماښام د اور په وړاندې واقع کیږي او هغه مهال چې د قیامت ورځ شي، فرمان ورکول کیږي چې آل فرعون تر ټولو سختې سزا ته مخکې کړئ.
باید په یاد ولرل شي چې د آخرت دنیا له برزخ څخه مختلف شی دی.آخرت ډیره پراخه معنا لري او هغه له مرګه وروسته دنړۍ په معنا ګڼل کیږي چې برزخ او قیامت کبرا او له دې وروسته وخت پکې شاملیږي. له دې برزخ د آخرت یوه برخه ده چې له مرګ وروسته او له قیامت کبرا مخکې انسانان پکې پاتې کیږي.
https://iqna.ir/en/news/3490625