د عراق د قرآن نړیوالو سیالیو لومړنۍ پړاؤ وړمه ورځ پیل شوی او د ټول قرآن کریم د حفظ او تحقیق د قرائت په دوو څانګو کې ئې نهائي مرحلې ته د لاره موندونکو په اجرا سره ئې خپل کار پاي ته ورسوه.
ددغې پيښې پایزې دستورې او د برلاسه کسانو معرفي او ستاینې پروګرام به د لړم د میاشتې په ۲۴ یعني نن ترسره شي.
په دغه پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهوریت دوه قاضیان او دوه ګډون کونکي شتون لري،د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې علی غلام آزاد او د تحقیق د قرائت په څانګې کې مهدي شایق او قضاؤت په ډلې کې هم قاسم رضیعي او معتز آقائي شتون لري.
د عراق د قرآن د نړیوالو سیالیو د لومړني پړاؤ د لهجې د برخې قاضي قاسم رضیعي ایکنانیوز سره په خبرو کې ددغې نړیوالې پيښې په باب ووئيل؛ دغه سیالۍ د نومبر له نهمې پيل شوي او د نومبر تر څوارلسمې یعني تر نن پورې دوام لري او دغه سیالۍ د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني ترنظر لاندې ترسره کیږي.
هغه ووئيل؛په دغه پړاؤ کې د دیرشو هیوادونو نمایندګان د ټول قرآن د حفظ او د تحقیق د قرائت په څانګو کې ګډون کوي. دغه پيښه د مقدماتي او نهائي دوو مرحلو کې پلان شوې او ددغو سیالیو نهائي مرحله هم د سیالي کونکو ددیره کیدا د هوټل په سترهال کې ترسره شوه.هغه روښانه کړې ده،دې ته په پآم سره چې دعراق نړیوالې سیالۍ په لومړي ځل ترسره کیږي،خو په ډيرې ښې سوئې سره ترسره شوې،په تیره بیا د ټول قرآن دحفظ په څانګې کې سیالۍ سره ډيرې نزدې او کوټلي وې
د عراق د قرآن د نړیوالو سیالیو دغه قاضي ددغو سیالیو د نورو پروګرامونو په باب هم ووئيل؛د قاضیانو او ګډون کونکو یو شمیرکسان نن عتبات عالیات ته لیږدول شوي دي او په حرمین شریفّن کې ئې په ډير ښه ډول تلاؤتونه اجرا کړي دي او استاد احمد احمد نعینع هم په زړه پوړې تلاؤت اجرا کړی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4247986