IQNA

د ټرمپ د کابینې په احتمالی ترکیب د امریکا مسلمانان ناامید شول

7:30 - November 17, 2024
د خبر لمبر: 3490167
ایکنا - د امریکا د مسلمانانو یوه ډله  چې په غزې کې د اسرائیلو  له جنایتونو څخه په ملاتړ کې د جوبایډن  د حکومت په دریځونو په اعتراض کې ئې ډونالډټرمپ ته راي ورکړې ،اوس د هغه د کابینې د ځینو احتمالي وزیرانو په اعلانیدا سره ، د ټرمپ په پړاؤ کې د امریکا د سیاستونو د بدلیدا په باب  نهیلی شوي دي.

ایکنانیوز د روئيټرز  له قوله  راپور راکړی، ډیری امریکائي مسلمانان  چې په غزې کې  دصهیونیسټي رژیم  له جنګ غوښتنې او دپه لبنان د دوی له حملو د جوبایډن د حکومت  په ملاتړ په اعتراض کې ئې له ډونالډټرمپه ملاتړ کړی ؤ،د هغه د ځينو وړاندیزي وزیرانو او مسئولانو د نامو په اعلانولو سره ئې د امریکا د مینځني ختیځ  په باب د سیاستونو دبدلیدا په اړه ناامیدي  څرګندوي.
ټرمپ  دفلوریډا ایالت  جمهوري غواړی سناتور مارکو روبیو د خارجه وزارت لپاره غوره کړی دی. هغه  د اسرائیلوډیر زیات ملاتړی دی او کابو یو کال مخکې ئې وئيلي وو چې  په غزې کې به د اور بند غوښتنه ونه کړي او اسرائیل باید دحماس ټول ځواکونه نابود کړي.
له بل پلوه ډونالډټرمپ  د کانزاس ایالت پخوانی ګورنر او د اسرائيلو پلوی محافظه کار  مایک هاکبې  چې د اسرائيلو په وسیله ئې د لویدیځي غاړې دنیواک  ملاتړ کړی ؤ او په فلسطین کې ئې ددوو حکومتي پلان  حل لاره د نه اجرا وړ بللې،په تل ابیب کې ئې د امریکا سفیر معرفی کړی دی.
همداراز ټرمپ د کانګرس جمهوري پاله  استازې الیزا سټفانیک چې ملګري ملتونه ئې  په غزې کې د اسرائيلو د وژلو د محکومیّت په دلیل  په یهودضده کړچار  تورن کړي وو،په دغه نړیوال اورګان کې د امریکا سفیره غوره کړې ده.
د ټرمپ یو شمیر عرب او مسلمان ملاتړو وئیلي دي، دوي هیله مند وو د ټرمپ د لومړي حکومت د ملی ادارې پخوانی سربرست ریچرډ ګرِنِل،له امریکائي عربو او مسلمانو ټولنو سره  له میاشتو میاشتو ارتباط وروسته  د پخپلې کابینې کې وګماري، او حتی  د ورپسې  خارجه وزیر په توګه به ئې معرفی کړي..
 داپه داسې حا ل کې دي چې ډونالډ ټرمپ  دانتخاباتي کمپاین په شپو ورخو کې څو ځله  د امریکا مسلمان  اوعرب میشته  ښارونو ته تللی ؤ او په ډ یربرن کې  ئې چې زیاتره  آبادي ئې  عربان دي،شتون درلود. هغه په دغې لنډې کتنې کې وئیلي  چې مسلمانو سره مینه لري . د جمهوری پالو کاندید  په پیټسبرګ ښار کې  هم خپل  مسلمان ملاتړي  یو داسې ښکلی غورځنګ  بللی ؤ چې په سولې اوثبات پسې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4248465     

captcha