ایکنانیوز راپور راکوي، د غزې د بې دفاع او بې څوکه خلکو په ضد داسرائيلو د وحشي ډوله جنایتونو له پیل راهسې دیوه کال په تیریدا سره او دغه راز د مقاومتي چورلیز د یو شمیر مشرانو اوقوماندانانو په شهادت سره چې په هغو کې ترټولو غوره شخصیّت د شهید سید حسن نصر الله ؤ،اوس په فلسطین، لبنان،عراق،یمن اوسورئې کې مقاومتی چورلیز په لازیاتو ښو اوغوره سیاسی ،پوځي تجروبو په ترلاسه کولو سره لازیاته تجروبه ترلاسه کړې ده او توانیدلي دي، د امریکا او صهیونیسټانو هماغه باؤؤ ته درنده اوسخت ګوزارونه ورکړي.
د لبنان د مسلمانو عالمانو د ټولنې د پلاوی مشر شیخ غازی یوسف حنینه ایکنانیوز سره د سیمې د راتلونکو بدلونونو په باب دمقاومتي چورلیز د رول په باب په یولړ څرګندونو کې د حضرت امام خمیني د نوښت او دمقاومتی چورلیز د رامینځةکیدا په باب ووئيل؛ هیڅ شک نشته چې مقاومتی چورلیز د حضرت امام خمینی یو نوښت دی چې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له هماغه پیله ئې د فلسطین د آزادۍ لپاره د شل میلیوني بسیجي ځواک نظریه مطرح کړه او د فلسطین ملت او موضوع ئې په لومړیتوب کې راوست.
شیخ حنینه په دوام کې ووئیل،له هغه وخته داسې بهیر چې وروسته وروسته په مقاومتی چورلیز مشهور شو،د لویدیځي استکبار او صهیونزم سره او د داعش تکفیری ترهه ګرواو په سورئې،عراق ،یمن اولبنان کې د هغو له څانګو سره په مقابلې کې ئې اصلي رول لوبولی دی.هغه ووئيل، الحمد الله نن سبا د ارواښاد امام هغه هیله او امید په دغې مبارکې لارې کې تحقق موندلی او د امام خامنه ای په دقیقې رهبرۍ سره دوام لري او دغه غورخنګ د فلسطین د آزادۍ په موخې سره د مقاومت د پروژې په ملاتړ سره هماغه رازژوندی دی.
شیخ حنینه د سید حسن نصر الله دشهادت او د شیخ نعیم قاسم په رهبرۍ کې ددغه غورځنګ د نوي پړاؤ د پیلیدا په باب ووئيل، زما په نظر سره ، هغه ټول اخلاق او فضایل چې په قرآن کې راغلي دي ،په سید حسن نصر الله کې ئې ځلا موندلې وه . هغه ټينګار وکړ، حزب الله یو سیاسی ګوند او تشکیلات نه دی، چې د هغو د مشرانو او قوماندانانو په شهادت سره له مینځه لاړشي،بلکې دا یو شریعت ، روح ،رسالت او یو مکتب دی.
شیخ غازي حنینه د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو او دډونالدټرمپ د انتخاب او د امریکا د مینخي ختیځ په باب په سیاستونو کې دبدلون داحتمال په باب هم ووئيل، خر او فیل( چې د امریکا د لیبرل او ډیموکراټيک ګوندونو نښې دي) او هر یو چې واک ته ورسیږي، نو یو نادان حکومت به جوړ کړي. دوي دواړه د یوې سِکې دوه مخونه دي او د مینځني ختیځ په باب د دوي سیاستونه پخپلو کې سره هیڅ توپیر نه لري، زه باوري یم چې امریکا به هیڅکله هم د فلسطین د ملت لپاره ګټه ورنه کړي او هر هغه سود او ګټه چې لري ئې هم د صهیونیسټي رژيم لپاره ده او ټرمپ چې د فلسطین له ملت سره ئې دمرستو د درولو فرمان جاري کړی،نواوس به هم دوی سره هیڅ مرسته ونه کړي.د امریکاسیاستونه ،هغه که د بوش په پړاؤ کې ؤؤ یا که د بایډن په بړاؤ کې او که د ټرمپ په پړاؤ کې ټول د اسرائیلو په خدمت کې دي او داسلامی ملتونو لپاره به هیڅ ګټه ونه لري.
https://iqna.ir/fa/news/4247735