IQNA

په قرآن کې شهادت

د شهادت  معنا

9:40 - November 19, 2024
د خبر لمبر: 3490180
ایکنا – د قرآن کریم په آیتونو او  دنبی اکرم(ص) په قولونو کېد شهید لپاره داسې ځائيګی په نظر کې نیول شوی چې  یو مسلمان انسان،دغه مقام ته لاس رسي ته لیوالتیا لري.

شهادت د خداي په لار کې د وژل کیدا په  معنا دی او هغه څوک چې د خدآي په لاره کې ووژل شي ، شهیدنومول کیږي.  شهادت د مرګ یو  ترټولو  ارزښتمن او  ډول او ترټولو لوړ انساني فضیلت دی . د قرآن کریم په آیتونو کې  او د پیغمبر کرم (ص) په حدیثونو کې  د شهید لپاره داسې ځایګی په نظر کې نیول شوی دی چې  هرانسان   دغه مقام ته رسیدو ته لیواله  وي. د شفاعت د حق په څير ځائيګی ، لابرلاسه ژوند او د ګناهانو بخښل کیدا ، ددغه ځائيګي یوازینۍ ځیني برخې  دي.
شهید په لغت کې دهغه چا په معنا دی چې  شتون لري او مشاهده کیږي. شهید  له دې امله ؛شهید بلل شوی چې دغه شان کسان سره له دې چې ګمان کوو، مړ دی ، خو هغه ژوندی دی شتون لري ، مونږ مشاهده کوي او د قیامت په ورځ به د نومونږ په اعمالو شاهدد وي. د فقیهانو د نظر په اساس، د شهید بدن  غسل او کفن ته اړتیا نه لري او  دهغه د بدن  لمس کول  د غسل د واجب کیدا سبب نه کږي. البته  دا حکم د هغه چا لپاره مخصوص دی چې    له کافرانو سره د جنګ په میدان کې  و،ژل شوي او  نور پکې نه شاملیږي.
په قران کریم کې د شهادت تعبیر د ؛ «قتل فی سبیل الله» په تعبیر سره  یاد شوی دی . د قرآن کریم په یوه آیت کې  دا سې  وئيل شوي دي ؛ وَ لا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ في‏ سَبيلِ اللَّهِ أَمْواتٌ بَلْ أَحْياءٌ وَ لكِنْ لا تَشْعُرُونَ»،   او هغو کسانو ته چې د خداي په لاره کې وژل کیږي، مړي مه وائۍ، بلکې هغوي ژوندي  دي ،خو تاسو  ئې نه درک کوئ:)  بقره سوره  -154) د قرآن مفسران په دې  اند دي چې  شهیدان په همدې دنیا کې حیات دي او ژوند کوي، دوي د مونږ پر اعمالو  څارونکي دي  او د مونږ په نزدې کې شتون لري . په عین حال کې  مونږ د هغوي شتون  نه درک کوو.
همداراز په یوه بل آيت کې ، پر دې حقیقت ټينګار شوی دی چې شهیدان ژوندي دي  او د خپل پروردګار په نزد روزي خوري:: وَ لا تَحْسَبَنَّ الَّذينَ قُتِلُوا في‏ سَبيلِ اللَّهِ أَمْواتاً بَلْ أَحْياءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ» ،او هیڅکله  ګمان مه کوئ هغه کسان چې د خداي په لاره کې وژل شوي ، مړۀ دي،بلکې  هغوي ژوندي دي او  دخپل پروردګار لره ورته روزي ورکول کیږي(آل عمران – 169)
دشهیدانو له حیاته مطلب ، یوازې له مرګ وروسته  او په عالم برزخ کې حیات نه دی.د قرآن کریم د آیتونو په اساس ،تول انسانان له مرګ وروسته حیات لري او هیڅکله   له مرګه وروسته له مینځه نه ځي ،بلکې  خپل ژوند او حیات ته دوام ورکوي، بلکې په همدغې دنیا کې  دحیات مقصد  او  اغیزې پر همدې عالم او دنیا دي . شهیدان حتی له مونږ کمزورو انسانانو سره مرسته کولی، د مونږ زړونو ته ټکان ورکولی شي او په سمه لاره مو هدایتولی شي. شهیدان د کلمې په حقیقي معنا ژوندي دي او دم ونږ په دنیا کې  د د وي اغیزشیندنې په بشپړ ډول مشخصې  او اوڅاره دي.
https://iqna.ir/en/news/3490665

captcha