IQNA

د انګلستان په درو کې یوه برخه مسلمانان له دغه هیواده د مهاجرت په فکر کې دي

11:46 - November 21, 2024
د خبر لمبر: 3490192
ایکنا – یوه وروستۍ نظر غوښتنه ښئ چې  په هرو درو بریتانوي مسلمانانو کې یو کس د مسلمانانو په ضد د نفرت او له اسلامه د ویرونې د پروسې د زیاتیدا په دلیل  له دغه هیواده د وتلو په فکر کې دی.

ایکنانیوز د نیشنل نیوز له قوله راپور راکوي، په بریتانیا کې د مسلمانانو د حقوقو یوې دفاع کونکي موسیسې نظر سنجي  ښئ  چې  په هرو درو بریتانوي مسلمانانو کې یو مسلمان د تیرو اوړي له پيښو وروسته  د مسلمانانو په ضد د نفرت د خوریدا او او له اسلامه د ویرونې د پروسې د زیاتیدا په دلیل  د مهاجرت او د بریتانیا په پریښودو فکر کوي.
دغه نظر غوښتنه چې په بریتانیا کې دیره  خیریه موسیسې( Tell Mama) په وسیله چې د مسلمانانو په ضد جرمونه څاري ، ترسره شوې ، ښئ چې د بریتانیا زیاتره مسلمانان  احساسوي چې  په ساؤت پورټ  کې  د تیر اوړي له بلواؤ وروسته د مسلمانانو په ضد نفرت او له اسلامه ویرونه ډيره زیاته شوې ده.
 هغه تاؤتریخوالی  چې د انګلستان په ساؤت پورټ کې د درو پيغلو جونو  په ضد  له مرګوني حملې وروسته راپورته شول، د جوماتونو ،  او د پناه غواړو د دیره کیدا ځایونو په ضد د حملو او تیریو سبب شول. دغه نظر غوښته چې له تاؤتریخوالو  اته اونۍ وروسته ترسره شوې ، په درستې بریتانیا کې ئې  د ۷۵۰ مسلمانانو ځوابونه تحلیل کړي دي. د ځوابو په اساس،  ۷۱ فیصده ځواب ویونکو له بلواؤ وروسته د مسلمانانو په ضد  د کرکې او نفرت د زیاتیدا خبر ورکړی دی. پر دې سربیره ، په  هرو درو کې یو مسلمان وئيلي دي چې د تاؤتریخوالي او دښمنۍ په دلیل  له بریتانیا  د وتلو فکر کوي.
په داسې حال کې چې ۵۵فیصده ځواب ورکونکو وئيلي دي چې په انګلستان کې تر یوه حده یا ډير زیات امنیت احساسوي، کابو ۶۲ فیصدو اندیښنه ښودلې چې مسلمانو ټولنو ته د تاوان رسیدا خطره تر پام وړ پورې یا تر یوه حده زیاته شوې ده.
 له تاؤتریخوالو سره سره،۵۰فیصدو وئيلي دي چې له خپلو دوستانو او همکارانو سره د خبرواترو له لارې ئې دوي د خپل اسلامی هویّت په باب خبر  کړي دي.
د    موسیسېTell Mama مدیر ایمان عطا دحکومت داقداماتو په ضرورت په ټينګار سره وئيلي دي، ډیری بریتانوي مسلمانان دمګړئ  ویریدلي دي. دوي د مونږ حکومت ته اړتیا لري څو وښئ چې  د دوي ویرې او وحشت ته پام شوی او د دوي امنیت دخوندیتوب لپاره هڅه کوي. دغه نظر غوښته د هغه وحشتناکو اغیزو ګواه ده چې ددغه هیواد پر ټولنو د مسلمانانو په ضد د نفرت او له اسلامه  ویرونه او دښمني ئې درلودلې ده.
 هغه پر حکومتي چارواکو غږ کړی چې په هغو سیمو کې چې لازیات  تاوانونه ئې لیدلي دي،د ټولنیزانسجام پر پياوړتیا دې تمرکز وکړي او د وروستۍ نظر غوښتنې  نتیجې  باید  د حکومت لپاره یوه خطره وشمیرل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4249413

captcha