ایکنانیوز د عربی ۲۱ چینل له قوله راپور ورکړی، دغزې تړانګې په شمال کې د وحشي صهیونیستټي رژيم په وسیله پرنو جمعې ورځې د ګمال عدوان روغتون د تیرې شپې په سختې بمبارئ پسې په غزې تړانګې کې له روغتونونو د ملاتړ او ساتنې لپاره د فوري مرستو او پاملرنې اپیل وکړ.
دغه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، مونږ خپله دغه غوښته د نړیوالړو اورګانونو او د انسان دوستۍ له موسیسو څخه په غزې تړانګې کې د درملنې د روغتونونو او پرسنلو څخه د ملاتړ په خاطر تکراروو.هماغه شان چې په نړیوالو قوانینو کې تضمین او روښانه شوې ده.
دغه وزارت د کمال عدوان روغتون په ضد د بیا بیا او دوامدارو مجرمانه اقدماتو ترسره کیدا په سخته محکومه کړې ده.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د جمعې ورځې په وروستیو ساعتونو کې نیواکګرو پوځیانو دغزې تړانګې په شمال کې پر کمال عدوان روغتون بمباري کړې چې ددغه روغتون د یوشمیر عملې د ژوبلیدا سبب شوې چې ځیني پکې مرګي حاله دي او په ائي سي یو کې بستري شوي دي.
په دغې اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي دي دغه بمباري د اوبو د ټینکئ د له مینځه تلو او د روغتون د اصلي بریښنا د بټئ د ورانیدا سبب شوې تردې چې ددغه روغتون آکسیجن او اوبه بند شي.دا موضوع په روغتون کې د سلګونو ناروغانو او عملې ژوند له جدي خطرې سره مخامخوي.
د کمال عدوان روغتون مشرحسام ابوصفیه په یولړ څرګندونو کې ووئيل، صهیونیسټي رژيم په روغتون کې د بریښنا په یوه جنریټر توغندوي حمله کړې او دغه راز ئې روغتون ته هم ډیر تاوانونه اړولی دي.د مونږ د انسان دوستۍ دنده ایجابوي،تر هغه وخته چې په دغه روغتون کې ناروغان او ټپیان موجود وي، دوي به پکې پاتې شي او خپلو دندو ته به دوام ورکړي.
په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلی دی ، د ۲۰۲۳ کال داکتوبر له اومې نیټې راهسې تر دې دمه په غزې تړانګې د جنایتکار او وحشی صهیونیسټي رژيم په بمباریو او توغندوي حملو کې ۴۴ زره کسان شهیدان او څه دپاسه یو لک لس زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي.
https://iqna.ir/fa/news/4249768/