IQNA

د شارجې د اسلامی تمدن په میوزیم کې د قرآن د خطي نسخو د نندارتون پرانیسته

11:11 - November 24, 2024
د خبر لمبر: 3490204
ایکنا - د شارجې د  اسلامی تمدن په میوزیم کې د قرآن کریم د نفیسو او کم موندونکو خطي نسخو یو  نندارتون  افتتاح شو چې ډیری خلک ئې تود هرکلی کوي.

ایکنانیوز د اماراتو خبری آژانس له قوله راپور راکوي، د شارجې  حاکم شیخ سلطان بن محمد القاسمي د تیې چارشنبې  په ماښام د ( عبدالرحمن العویس له  ټولګې د قرآنی  خطي نسخو؛ تل پاتې ټک،) نمایشګاه  د شارجې داسلامی تمدن په میوزیم کې مخ کتنه کړې ده.
دغه  نندارتو  د  خوشخطۍ  هنر او د قرآنی خطي نسخو د تاریخ په ۱۳۰۰ کلن  عمر کې یو تاریخی کلتوري سفر  نندارې ته واندې کوي.دغه آثار په تیرو دوو لسیزو کې غونډ کړئ شوي او د عربی اواسلامی  خوشخطۍ د هنر ددودیز اوهنري اوکلتوری سټایلونو د ډولوالي او له چینه تر اندلسه پورې ئې اغیزشنیدنې منعکس کونکي دي
د شارجې حاکم ددغه نندارتون له مختلفو هالونو کې د قرآن ۸۱ خطیی  نسخې پکې شاملې دی اود لومړي ځل لپاره نندارې ته وړاندې شوي ،کتنه وکړه.
 ددغه نندارتون په مختلفو برخو کې  له متنه تر هنر پورې؛ لومړنۍ اسلامی پیړئ،له لسمې تر دیارلسمې پیړۍ پورې د قرآن د د بدلون په پړاؤ کې دکتابت هنر،د شمالی افریقا اواندلس برخه؛ لویدیځي سنت،د امپراتورۍ پلانونه او پروژې؛په ایران،هند اوترکیې کې د خوشخطۍ هنر او د خوشنویسانو د لړۍ برخه،او د عثماني خوشخطۍ دودونه او داسې نور غوره او کم موندونکي آثار  پکې نندارې ته وړاندې شوي دي. 
د شارجې حاکم همداراز د میوزیم له مدیر عبدالرحمن بن محمد آل اویس څخه د قرآن کریم یوه خطي نسخه چې  په ۱۶۸۲میلادي کال کې د میر محمد صالح محمد حسین الطبیب الموسوي په وسیله  په تور مرکب سره او د نسخ خط  سره د ایران په صفوي  پړاړ کې لیکل شوې ده، ډالۍ ترلاسه کړه.

 
https://iqna.ir/fa/news/4249599
  

captcha