IQNA

د ۲۰۲۵ کال د حج لپاره د پاکستان پالیسي اعلان شوه

14:18 - November 25, 2024
د خبر لمبر: 3490210
ایکنا – د پاکستان فیډرل حکومت د ۲۰۲۵ کال د حج پالیسي تصویب کړې  ده چې د پالیسۍ اوسیاستونو د ورځې په اساس په اپدیټ کولو سره د ټول کال په اوږدو کې د سفر په دوران کې د  پاکستانیو حاجیانو لپاره د تجروبې د زیاتیدا او د آسانتیاؤ د رامینځةکولو په موخې سره ترسره کیږي.

ایکنانیوز  د ملتونو د فرهنګ او دټولنې د تحلیلی ویبپاڼې له قوله  راپور راکړی، د پاکستان د مرکزی حکومت کابینې  د ۲۰۲۵ کال د حج پالیسي او هغه سیاست تصویب  کړی دی  د کال په اوږدو کې  د پاکستانیو حاجیانو او عمره ادا کونکو   دتجروبې د زیاتولو او د آسانولو په موخې سره ترسره کیږي . حکومتي کابینې د حاجیانو او عمره اداکونکو د آسانتیاؤ لپاره د پرمختللي ملاتړي لارو چارو  دمعرفی کولو، د شرائطو لرونکو معیارونو ، د ونډې د مشخص کولو پشمول  د راتلونکي حج موسم  لپاره د اساسی  ښه والی د جزئياتو په لاښه کولو ټينګار وکړ.

د حج د پالیسۍ او  دغه تصویب شوي سیاست په اساس، د  ۲۰۲۵ کال لپاره د پاکتسانیو حاجیانو ټوله ونډه  یو لک  نهه اویا  زره لس  حاجیان ټاکل شوې  چې  په خصوصي اوحکومتی  ترتیباتو  کې په دوو مساوی برخو ویشل کیږي چې  هره برخه ئې پنځوس  فیصدي ونډه لري.حکومتی کابینې همداراز شرائط لرونکی معیارونه مشخص کړی او وئیلي ئې دی  چې له دولسو کلونو کم عمره ماشومان به د ۲۰۲۵ کال د حج د اداکولو لپاره د  زیات عمر لرونکو حاجیانو سره دملګرتیا اجازت ونه لری.  او دا هم وئیل شوي دي چې د حج د ونډې دترلاسه کولو لپاره به دغوښته او درخواست کونکو حاجیانو په مینځ کې کمپیوټری پچه اچول کیږی. او دنوی کال د حاجیانو  نامې به مشخصې کړي.البته  لومړیتوب  به  دهغه چا وي چې  مخکې ئې حج نه وی ا دا کړی و په دې وسیله  به د لومړي ځل لپاره د حاجیانو د  حج د ادا کولو چانس زیات شي.

حکومتی کابینې پر  ځينو نورومصوبو سربیره  د  حج د لوی سفر په دوران کې    د احتمالی  خطرو باندې په اعتراف سره په حق د رسیدلو او یا  تپیانو  جاجیانو کورنیو ته د ورکونوکي ګرَمې زیاتیول هم تصویب کړل. که  کوم حاجی  د حج په شپو ورځو کې رحلت وکړي، نو دهغه کورنۍ  په مالی ملاتړ کې به له یو میلیون تر دوومیلیون روپیو پورې پکیج  ورکول کیږي. او تاوان موندونکي حاجیانو ته به هم یو میلیون روپۍ  ګرَمه  او پکیج ورکول شي.

دحکومتی کابینې دناستې پهپاي کې  وئيل شوي دي ، د ۲۰۲۵کال د حج پالیسي او سیاست جوړول  د یوه هغه جامع  چوکات ښودنه کوي  چې  حاجیانو لپاره د لاښه کړائ شوو خدماتو د وړاندې کولو ، مالی ملاتړ  اود لوجسټکي   آسانتیاؤ لپاره پلان شوی دی.

در پایان، سیاست حج ۲۰۲۵ نشان‌دهنده یک چارچوب جامع است که برای ارائه خدمات بهبود یافته، حمایت مالی و تسهیل لجستیکی برای زائران طراحی شده است.

https://iqna.ir/fa/news/4250002

captcha