ایکنانیوز د عمان ډيلی له قوله راپور راکړ،د سلطان قابوس د قرآن کریم د سیالیو په دوه دیرشم پړاؤ کې چې د سلطان قابوس د علم او کلتور د عالی مرکز په همت سره ترسره شوه، د سیالیو نهائي مرحله د سلطان قابوس دجامع جومات د غونډو په هال کې پیل شوې ده . دغه کلنۍ سیالۍ د دغه هیواد د مختلفو ولایتونو څخه د کتاب د حافظانو د پراخ شتون شاهدې دي.
د دغو سیالیو د قاضیانو پلاوي د عمان په ۲۵ ولایتونو کې له ګډون کونکو سلګونو کسانو څخه غوره کسان وټاکل.
د سلطان قابوس د قرآن په سیالیو کې دمختلفو ډلو وعمر لرونکو کسانو لپاره په اوو څانګو کې ترسره کیږي چې په هغو کې لومړۍ څانګه ، د ټول قران حفظ، دوه برخه ، د پرله پسې ۲۴ سپارو حفظ، دریم، د پرله پسې اتلسو سپارو حفظ، څلورمه برخه ، له پنځویشتو کلونو کم عمره سانو لپاره پرله پسې دولسو سپارو د حفظ برخه ، له څوارلسو کلونو دکم عمره کسانو لپاره د پرله پسې شپږو جزؤ حفظ پنځمه څانګه ، په شپږمې څانګې کې له لسکو کلونو کم عمره هلکانو لپاره د پرله پسې څلورو جزؤ حفظ، او په اومې څانګې کې له اوو او له دې د کم عمر لرونکو ماشومانو لپاهر د پرله پسې دوو جزؤ حفظ شامل دي.
تیر کال هم په عمان کې د سلطان قابوس د قرآن عمومی سیالیو یو دیرشم پړاؤ مقدماتي مرحله، د کرونائي بحران له امله له دوو کلونو ځنډ ورسوته په مختلفو اوو څانګو کې د څه دپاسه ۶۳۸ میرمنو او سړیو سیالۍ کونکو په ګډون سره ترسره شوې وه.
دغه سالۍ لومړي ځل په ۱۹۹۲کال کې په درو څانګو کې پیل شوې. د قرآن کریم حفظ ته دعمان د ځوانانو هڅول او د هغو تعلیماتو ته پابندي، د قرآن حفظ او قرائت ته دعمان د خلکو هڅول، د اجتماعي اصلاح په لړ کې د قرآني نسل روزل، د قرآن دغوره قاریانو موندل او د قران په نړیوالو سیالیو کې د عمان د سلطان قابوس قرآني فعالانو د ګډون پیاوړتیا ددغو سیالیو ترټولو مهمې موخې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4250405