ددغو چارواکو په وینا د کوزې کورمې په بګن ،اوچت، مندوري او چارخیلو سیمو کې له وروستیو بوږنونکو حملو وروسته په دغو سیمو کې د ترهه ګرو په بیا فرقه پالو یرغلونو کې نوره په لسګونو کسان وژل شوي دي.
د پاکستان دځاي پولیسو په وینا د پاراچنار سیمې وضعیّت هماغه شان ترینګلی دي او په وروستیو څو ورځو کې د تکفیریانو په فرقه پالو حملو کې نور ۳۷ کسان وژل شوي او کابو شپیته نور ټپيان شوي دي.
که څه هم چې وئيل کیږي، دغه وژلې د افغانستان له پولې سره نزدې په کوزې کورمې سیمې کې علیزئ او بګن او اوچت سیمو کې دقبایلو تریمنځ له تاؤتریخوالو او نښتو وروسته ترسره شوي دي او ان په دغو بوږنونکو پیښو کې د شپږو میاشتو،اتو میاشتو او یولسو میاشتو شیدو څښونکي ماشومان هم نه دي بخښل شوي او په بوږنونکی توګه وژل شوي دي،خو شک نشته چې قبیله وي او مځکني اختلافات،د پاراچنار سیمې د ځاي اوسیدونکو د عامې وژلې لپاره د تکفیریانو او پيّلو تالی څتو ترهه ګرو له خوا یوازې یوه پلمه ده او د جنایتونو لپاره له تکفیریانو څخه په ملاتړ کې له سیمې د ورآخوا عواملو او ورانکارو او له صهیونیسټانو سره د اړونده تالی څټو او ګوډاګیو عواملو رول هم لیدل کیږي. ددوي موخه په اسلامی نړۍ کې په یوې بلې غزې او میانمار ددغې سیمې بدلول دي.
پر دې سربیره له نړیوالې ترهه ګرۍ سره اړونده تکفیريان په پاراچنار کې دخپلو جنایتونو په زیاتولو او پراخولو سره په غزې تړانګې او لبنان کې د صهیونیسټي وحشي رژيم له جنایتونو څخه د نړۍ دعمومي افکارو په تیره بیا د مسلمانانو د افکارو د منحرفولو په لټه کې دي. پاراچنار ښار د کورمې ضعلې مرکز دی چې زیاتره آبادي ئې اهل تشیّع جووی . دغه سیمه د پاکستان په شمال لویدیځ کې واقع ده او کابو پنځه کاله مخکې د نورو قبایلي سیمو سره یو ځای د پاکستان له خیبر پختونخواه صوبې سره یو ځای شوې ده چې البته مخکې یوه ایجنسي وه. او له مرکز سره اړونده وه.له همدې امله د شیعیانو تمه هم دا وه چې په دغه یوځای کیدا سره د کورمې امنیت تثبیتیدلی او په پاراچنار بلکې درستې کورمې کې له جنایتکارو صهیونیسټانو سره اړونده عواملو دجنایتونو ددوام مخنیوی کیدلی شي. خو په عمل کې د خیبر پختونخواه صوبائي حکومت چې معمولا د عمران خان په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند په اختیار کې دی،د کورمې د ځاي اوسیدونکو په تیره بیا دشیعیانو د امنیت د تامینیدا لپاهر هیڅ جدي اقدام نه کوي.
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان پارلیماني استازو هم وړاندیز کړی دی چې د پاراچنار دامنیت په تامینولو کې د پوځ بیابیا ناکامیو پسې، د شیعه او سني ځای ځوانانو څخه په جوړ ځاي ځواک (کورم ملیشیه) دې چې دغه ځواک د پوځي ډیکټیټر جنرال ضاالحق په دوران کې له دغې سیمې نورو سیمو ته استول شوی او تر اوسه پورې له سیمې بهر دی، ددغې سیمې امنیت تامین شي.
د پاکستان په ولسی جرګې کې د کورمې ضلعې غړي انجنئير حمید حسین په دې اند دی چې به دغې سیمې کې د ترهه ګرو هدف یوازې شیعیان نه دی، بلکې څو میاشتې مخکې د بَرې کورمې په کنج علیزئ سیمې کې داهل سنتو په یوه مسافری کاروان چې د ایف سي ځواک په سرپرستۍ کې روان ؤ مشکوک وسلوال حمله کوي او یو شمیر کسان قربانی کیږی او د ایف سی ځواکونه ورته نندارچیان دي . پر دې اساس د شیعه او سني هیڅ ستونزه نشته ځکه چې کلونه کلونه کیږي، دوي د یوه بل تر څنګ ګډ سوله ایز ژوند کوي او پخپلو کې سره هیڅ مشکل هم نه لري، خو داسې څوک شته چې د دوی ملتیا اویو زړتوب نه غواړي.
له دې امله د پاکستان صوبائي او مرکزي حکومتونه له ترهه ګرو سره د مقابلې لپاره دروند مسئولیّت لری او باید پخپلو مسئولیّتونه ترسره کړي.
په داسې حال کې چې دخیبر پختونخواه صوبائی حکومت پخپلې امنیتی حوزې کې د ترهه ګرئ په پراختیا سره مخ دی او ددغې سپیرې بلا او مرګوني ښکارندې د پيزواني کولو لپاره هیڅ اقدام نه کوي،.نو اوس یوه مهمه پوښتنه مطرح ده چې دوي په کومې موخې سره داسلام اباد په لوړر لوي لاریون کړی دی؟.په داسې حال کې چې پاکستان له خپل مهم چیلنج سره د مقابلې لپاره په تیره بیا دامنیت او ترهه ګرۍ په باب ډير زیا دملی وحدت او یوووالي پياوړتیا ته اړتیا لري.