IQNA

په قرآن کې شهادت(۳)

له خداي تعالی سره د شهید خوږه معامله

11:26 - November 30, 2024
د خبر لمبر: 3490234
ایکنا -  د قرآن کریم په اساس، شهادت یو داسې پيرپلور دی چې په هغه کې یو مجاهد  له خدای سره معامله کوي او له دغې معاملې څخه ډيره زیاته  ګډه پورته کوي.

قران کریم دخدای په لاره کې شهادت ته ډيره په زړه پورې کتنه کړې ده. قرآن کریم  شهادت د خدای تعالی په لاره کې یوازې سرښیندنه نه ګڼي،بلکې دا په یوې معاملې تعبیر کوي. شهادت یو داسې پيرپلور دی چې په هغه کې مجاهد کس له خداي تعالي سره  یوه معامله کوي او له دې معاملې ډیرې ګټې ترلاسه کوي.

 د قرآن کریم د توبې سورې  په 111 آیت کې  داسې  لولوو؛  إِنَّ اللَّهَ اشْتَرى‏ مِنَ الْمُؤْمِنينَ أَنْفُسَهُمْ وَ أَمْوالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقاتِلُونَ في‏ سَبيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَ يُقْتَلُونَ وَعْداً عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْراةِ وَ الْإِنْجيلِ وَ الْقُرْآنِ وَ مَنْ أَوْفى‏ بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذي بايَعْتُمْ بِهِ وَ ذلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظيمُ» (توبه/111).په دې مثال کې خداوندمتعال ځان اختستونکی  او مومنان خرڅونکي معرفي کړي او وئيلی ئې دي،خداوند له مومنانو څخه د دوی مال او ژوند اخلي،او ددغو مالونو په وړاندې، دوی ته جنت ورکوي؛ هماغه شان  چې پوهیږو،په هرې معاملې کې پنځه اساسی رکنونه شته دي چې په هغوې: پیرودونکی او پلورونکی، شیان، د معاملې سند او بیّې. پکې شاملې دي. متعال خداي په دغه آیت کې  دغو ټولو ارکانو ته اشاره  کړې ده.ځان ئې اخستونکی، او مومنان ئې خرڅونکي،د دوی مالونه او ژوند ئې متاع او شتمنۍ او بهشت ئې ددغې معاملې لپاره بیّه او قیمت ګرځولي دي. په دوام کې  خداي تعالی  ددغې معاملې لپاره  یو پیاوړی او  معتبر  سند  وړاندې کوي او  فرمائي؛ دا یوه حقه وعده ده  د خداوند په غاړه  چې  په درو آسماني کتابونو ، تورات، انجیل اوقرآن کې  راغلې ده.

 د خداي تعالی د فرمایش په اساس، دغه معامله ډیره ګټه وره ده، نوځکه متعال خداي ځان  هغو مومنانو ته چې  دغه شان معامله کوي، وارمخکې مبارکي وائي::: پر تاسو ځيری وي په دې معاملې  چې  مو ترسره کړې ده . او دغه  د (تاسو لپاره)  لوي بریالیتوب او ژغورنه ده.

البته باید هیره نشی چې دغه معامله د یوه انسان لپاره یو ه ژمنتیا او مسئولیّت رامینځةکوي او نو ځکه  مومن انسان باید په دې بنه کې،له خدای تعالی سره پر خپل عهد کلک ودریږي، خپل ژوند  په شجاعت او میړنتوب سره  د خداي په لاره کې قربان او وړاندې کړي. او د لارې له سختوالی ونه ویریږی. قرآن کریم هغه  کسان چې له خداي تعالی سره دغه شان یو تړون  کوي، ډیر ستایلي دي او  ورسره پابنده پاتیکیږي، ډیر ستایلی دی مِنَ الْمُؤْمِنينَ رِجالٌ صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضى‏ نَحْبَهُ وَ مِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَ ما بَدَّلُوا تَبْديلاً» (احزاب/23).دغه آیت هغه وخت کې نازل شوی چې د کفر له جبهې سره د اسلام په جنګونو کې د سید الشهدا حضرت حمزه،جعفر بن ابی طالب او د رسول الله د ځینو نورو غوره  ملګرو او اصحابو  په شان لویان شهید شوي وو او د رسول الله  نور اصحاب هم پخپلې ژمنتیا کلک ودریدل  او د خداي د  رسول نصرت ئې پرې نه ښود.

 https://iqna.ir/en/news/3490705

captcha