IQNA

د ټولو ولایتونو دقاري او حافظو غوره کسانو په شتون سره

 د ایران د قرآن د سیالانو کوربه تبریز ښار(فیلم)

10:56 - December 03, 2024
د خبر لمبر: 3490249
ایکنا – د ایران د قرآن دعمومی سیالیو د اوه څلویښتم  پړاؤ د هیواد په سطح مرحله  له پرون دوشنبې ورځې په یولړ دستورو کې په تبریز ښارکې پيل شوه.

ایکنانیوز راپور راکوي،د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ پرانیستونکي دستورې د دوشنبې په سهار د ایران د نړیوال قاري سعید پرویزي په تلاؤت سره د تبریز ښار په عیدګاه کې ترسره شوې.

 په پیل کې د ایران د آذربایجان شرقي ولایت د اوقافو او خیریه چارو عمومی مدیر حجةالاسلام سید شهاب الدین په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د حضرت فاطمةالزهرا د یاد و داسلامی  انقلاب،د اته کلنې دفاع د شهیدانو او همداراز د امنیت د شهیدانو په یاد او درنښت سره ووئيل؛د تبریز د جمعې امام شهید آیت الله آل هاشم او خداي بخښلي والي شهید مالک رحمتي درنښت کوو چې د خدمت په پړاؤ کې ئې د تبریز او اذربایجان شرقي ولایت د خلکو خدمت تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې وکړ او خپل ژون ئې د خپل وطن او خلکو په وړاندې قرباني کړ.

د ایران د قرآن د عمومي سیالیو د اوه څلويښتم پړاؤ منشي دې ته په اشارې سره چې د خدمت د شهیدانو د وړاندې کولو په دلیل له یوې لسیزې وروسته بیا ددغه پړاؤ د کوربتوب ویار مو ترلاسه کړی دی،روښانه کړه تبریز ښار،د نړۍ په سویه د عالمانو او فاضلانو ځانګودی او څومره مبارک ځای دی چې دا دی اوس په دغه ښار کې ددغې لوئې پيښې د ترسره کیدا شاهدان یوو چې د لوی قرآنی مفسّر خدای بخښلي آیت الله طباطبائي زیږنځای دی.

تبریز مهد علما و شعرای تشیع؛ میزبان مسابقات قرآن

هغه په دوام کې ووئيل،ددغو سیالیو د پړآؤ د ټولو عواملو او په تیره بیا د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مشر او ددغې ادارې د قرآنی چارو د مشر نهایي قدرونه کوم،هیله مند یم ددغې معنوي فضا په برکت سره د سیالیو د ترسره کیدا په مرحلې کې د صداقت په کمال او د ویې سمې او معنوي سیالۍ شهدان ووسو.

تبریز

د تبریز د جمعې امام د قرآن د قاریانو کوربتوب یو لوي ویاړ وباله او وې وئيل؛د بچیانو د تربیت او روزنې لپاره درې خصلتونه باید په نظر کې ولرو،ځکه چې پیغمبراکرم(ص) فرمائي؛ ادبوا اولادكم علی ثلاث خصال:حب نبیكم و حب اهل بیته و قرائة القرآن» د پیغمبر اکرم او دهه د اهل بیت علیهم السلام مینه او دوستي دخپل بچیانو په زړونو کې واچوو او د دوي ته د قرآن کریم تلاؤت ورزده کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4251763

captcha