IQNA

د مصر د قرآڼ نړیوالې سیالۍ د شپیتو هیوادونو په شتون سره ترسره کیږي

14:52 - December 03, 2024
د خبر لمبر: 3490250
ایکنا – د مصر د قرآن د سیالیو یو دیرشم پړاؤ د راتلونکي اونۍ شنبې ورځې د دسمبر په اومه نیټه د شپيتو هیوادونو د نمایندګانو په ګډون سره ترسره کیږي.

ایکنانیوز د الاهرام له قوله راپور راکوي،د مصر داوقافو وزارت یوه دینيعالم اسمامه الجندي په یولړڅرګندونو کې ووئیل،مصر به راتلونکي اونۍ د دسمبر له اومې نیټې تر لسمې نیټې پورې د قرآن کریم په زمینې کې د یوې مهمې نړیوالې پيښې شاهد وي چې هماغه د اوقافو وزارت له خوا د قرآن نړیوالې سیالۍ دي.

هغه چې مصر د ؛الناس؛ سپوږمکیز چینل له؛خلکو سره؛ په عنوان سره په یوه پروګرام کې په خبرو کې ووئیل؛سږکال سیالۍ به د نړۍ له مختلفو براعظمونو څخه د څه دپاسه شپیتو هیوادونو په ګډون سره ترسره شي او تراوسه پورې د انټرنیټ له لارې د مقدماتي ارزونې وروسته،د مصر د قرآڼ د سیالیو په دغه پړاؤ کې دګډون لپاره ۱۴۱ کسان ټاکل شوي دي.

اسامه الجندي روښانه کړې ده ،سږکال د سږ کال ددغو سیالیو د ګټونکو  لپاره د مصر د یولس میلیون پونډو په ارزښت نغدې جایزې  بیّله کړئ شوي دي چې د نغدو جایزو ترټولو زیاته اندازه ده.هغه په دوام کې وئيلي دي،دغه سیالۍ به نوي څانګې ولري،چې د قرآن د ترجموڅانګه ئې په سر کې ده او هغه ګډون کونکي چې په عربی او نورو ژبو  باندې پوهیږي ورته فرصت ورکړل شي د قرآن کریم په تلاؤت او دهغو په ترجمو کې، ځان وښئ.

د مصر دغه دیني عالم ټينګار وکړ،دغه سیالۍ په نړۍ کې د قرآڼ د خپراوي  په لړ کې د مصر د اوقافو وزارت د هڅې او په دغه ډګر کې د قرآنی ځائيګي ملاتړ ښودنه  کوي او د نړۍ په ټولو برخو کې د قرآن کریم دخپراوي لپاره داوقافو وزارت په څارنې سره د مصر د حکومت دوامدارې هلې ځلې نندارې ته وړاندې کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4251727

captcha