IQNA

په پاکستان کې په نومبر میاشت کې په بېلابېلو پېښو کې له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي

15:39 - December 03, 2024
د خبر لمبر: 3490253
ایکنا - دا په پاکستان کې د روان کال په یوه میاشت کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یادېږي چې په دوي کې یوازې دپوځ  او امنیتی ځواک کابو ۷۰ماموران وژل شوي دي.

 ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور  راکوي، د پاکستان په خیبر پختونخواه او بلوچستان صوبو کې  په وروستیو پيښو کې د وسلوالو ترهه ګرو او امنیتی ځواکونو په شخړو کې  په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په هغو کې زیاتره  عام خلک هم په نښه شوي دي، البته په لسګونو ترهه ګر  هم پکې هلاک شوي دي.

دا په پاکستان کې د روان کال په یوه میاشت کې د امنیتي ځواکونو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یادېږي.

په راپور کې راغلي، چې خیبر پښتونخوا په یاده میاشت کې ډېر د پېښو شاهد پاتې شوی دی

د وژل شویو شمېرکې ۵۰ عام وګړي، ۱۲۷ وسله وال او ۶۸ امنیتي سرتېري شامل دي.

د  پاکستان پخوانی پوځي افسر بریګډییر محمود شاه بیا د حکومت کمزوري او د امنیتي ستونزو په اړه د جدي اقداماتو نشتون د دې پېښو د زیاتېدو لوی لامل یادوي.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت باید دې مسئلې ته په سمه توګه پام وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې ځیني خپلواکه سرچینې دغه شمیر دوه چنده ښئ او وائي چې  د خیبر پختونخواه صوبې  په کورمې ضلعې کې په همداوروستیو کې  د دوو قبیلو ترمینځ په نښتو کې  کابو ۱۳۳ کسان وژل شوي او دغه راز په سلګونو نور ټپیان شوي دي چې په دغو نښتو کې امنیتی  او پوځي ماموران یوازې نندارچیان   وو او له خپلې خوا ئې د دغو شخړو او ترینګلتیاؤ د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی.حال دا چې  د په تیرو څو میاشتو کې د کوزې کورمې په ځینو سیمو کې په څو پيښو کې د ترهه ګرو په لاس په لسګونو امنیتی مامورانو ته مرګ ژوبلې هم اوښتي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i154892

captcha