ایکنانیوز د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ رژيم پولیسو د همیشه په شان الاقصی جومات ته د فلسطینینو لمونځ ګوزارو په تیره بیا دځوانانو د ورتلو د لارې په سر سخت محدودیّتونه وضع کړي وو.
د قدس د اسلامی اوقافو ادارې په یوې اعلامیې کې ووئيل،د صهیونیسټي رژيم د پولیسو له سختو امنیتی تدبیرونو او محدودیّتونو سره سره پرون په الاقصی جوما کې په جمعې لمانځه کې څه دپاسه څلویښت زره کسانو ګډون وکړ.
داپه داسې حال کې دي چې په زرګونو نور کسان په الاقصی جومات کې له لمونځ ګولو د لارې د بندیدا په دلیل محرومه شول او د جمعې لمونځ ئې دغه جومات ته په تلونکو واټونو کې اقامه کړ.
صهیونیستي نیواکګر رژيم د تیر کال په اکتوبر کې دغزې تړانګې په ضد د جنګ د پيلیدا له وخت راهسې په نیواکي قدس کې امنیتی تدبیرونه ډير سخت کړي او الاقصی جومات ته دلمونځ ګوزارو د واریدیدا په لاره کې ئې لازیات محدودیّتونه رامینځة کوي.خو بیا په لسګونو زره مسلمانان دغه جومات ته دجمعې لمانځه په اقامه کولو کې په ګډون کې بریالي کیږی.
https://iqna.ir/fa/news/4252625