ایکنا نیوز د ټول قرآن حافظه میرمن رقیه رضائي هغو کسانو ته په خطاب کې چې لیواله دي ، دټول قرآن حافظان شي، ووئيل؛ هرڅومره په دغې وادئ کې ګامونه پورته کوي، لازیات خوږلښت به ئې احساس کړي اود قرآن د یادولو لپاره به ئې په زړه پورې تنده نوره هم زیاته شي.
میرمن رقیه رضائي د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اوه څلویښټم پړاؤ د نهائي مرحلې یوه ګډون کونکې ده او د مازنداران ولایت د ټول قرآن یوه حافظه ده .له آذربایجان شرقي څخه ئې له ایکنا خبری آژانس سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې د قرآن حفظ کول ئې له پنځه کلنۍ او دمور په هڅونې سره پیل کړل ووئيل؛په قرآني حوزې کې د هغې بریالیتوب د کورنۍ په تیره بیا د ما دمور پامته داره یم چې په قرآني کلاسونو کې ئې د ما نامه ثبت کړه او په ټولې لارې کې تل له ما سره ملګري اومرسته کونکي وه.
هغې ددې خبرې په کولو سره چې دما خوشخبتي د قرآڼ دستوراتو په پیروۍ کې ده ووئيل؛ قرآن کریم همیشه د آوریدونکو د لارښونې نور او رڼا د ه او که یو انسان ډیره لږه توجه هم ولرل شي، نو د قرآن دښکلاؤ ته به داسې جذب شي، چې له قرآنه لیریکیدا به بیا ونه زغمل شي.
میرمن رضائي هغو ټولو کسانو ته په خطاب کې چې دلچسپی لري ، د ټول قرآن حافظان شي،ووئيل؛ هرڅومره په دغې وادئ کې ګامونه پورته کړي، لازیات خوږلښت به ئې احساس کړي او د قرآڼ د یادونې لپاره به ئې په زړه پورې تنده په ټول وجود کې خوره شي.
د ټول قرآن کریم دغه حافظه په دوام کې وائي، دمګړئ یوه معلمه ده او په یوه کلي کې د معلمۍ په کار بوختیدا باندې ویاړي . په ښونځي کې هڅه کوم څو زده کونکي ځان ته جذب او دهغوي اعتماد خپل کړم ، نو له دې وورسته بیا دوي قرآڼ لوستلو ته یا نورو ډيرو چارو ته هڅولی شم ، خو له اعتماد رامینځةکولو پرته دغه شان اغیزشیندنه ممکنه نه ده.
هغه په دوام کې وائي ، یو معلم چې اتفاقا حافظ یا قاري وي ، د قرآن په لور د خپلو زده کونکو په هڅونې کې کوشش کوي، نو باید له خپلو مخاطبانو سره په تناسب کې د قرآن کریم له بطنه هغو ته تعریف وکړئ شي او هغوي وپوهولی شي. باید پخپله د ماشوم د لید په زاوئې او ادبیاتو سره له هغه سره خبرې وکړي ،وګوري چې د یوه اوه کلن ماشوم په ذهن کې څه تیریږی او له هغې مخینې سره په تناسب کې چې ئې لري، هغو ته کوم مطلب وسپاري.
میرمن رضائي هر ډول زده کړې او روزنې په تیره بیا د کلتوري موضوعګانو زده کړې په غیر مستقیم ډول ښودل سم کار وباله او روښانه ئې کړه که یوه وخت حسنین ، یوه بوډا کس ته په غیر مستقیم ډول د وضو کول ورزده کول ، نو اوس هم هر څوک چې په کلتوري کارپسې وي،نو باید روزنه په غیر مستقیم ډول سره یاد کړي.
هغې ددغې پوښتنې په ځواب کې چې د قرآن کریم کوم یو آیت دغې لپاره د لازیات آرامښت لامل کیږي، ووئيل؛ د سجدې سورې اولسم آیت زما په روح کې نفوذ کړی دی، ؛ لاتَعْلَمُ نَفْسٌ ما أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْیُنٍ جَزاءً بِما کانُوا یَعْمَلُونَ»، هیڅوک نه پوهیږي هغه څه مهمې جایزې چې د سترګو د روښانه کیدا تومنه دي ، د دوی لپاره نغښتل شوي دی، دغه جایزه هغه کارونه دي چې ئې ترسره کول::::
https://tabriz.iqna.ir/fa/news/4252629