IQNA

د قطر د شیخ جاسم قرآن سیالیو د غوره کسانو ستایل

14:54 - December 08, 2024
د خبر لمبر: 3490275
ایکنانیوز د قطر د شیخ جاسم د قرآن سیالیو په ختمیدا سره  برلاسه  کسانو ستاینه وشوه. په دغو سیالیو کې څه د پاسه ۸۰۰ ښآغلو او آغلو ګډون درلود.

ایکنانیوز د ګلف ټایمز له قوله راپور راکړی، د قر شیخ جاسم قرآن سیالۍ د تیرې چارشنبې په  ورځ پای ته ورسیدې او غوره کسانو هم خپلې جایزې ترلاسه کړې.

په پایزو دستورو کې د قطر د اوقافو او اسلامی چارو وزیر غانم بن شاهین الغانم  په دغو دستورو کې چې په ریټز کارلټن  هوټل کې ترسره شوې، په دغو سیالیو کې حاضر د قطري ښاریزو  په درو برخو کې برلاسه پنځه کسان ،خاص قاریان او عمومی حافظان  وستایل شول.

 هغه ووئيل؛ دغه سیالۍ ځوانانو ته دا پیغام لیږي چې له قرآن سره انس  د معیشت د ډيریدا، تاندوالی، د لارې د روښانه کیدا او د انسان د توانمنیو د ودې لامل کیږي.

 ددغو سیالیو ترسره کونکو په وینا، دغه سیالۍ  په ګډون کونکو کې د سیالۍ د روحیې دروزلو، تفسیر، تلاؤت او حفظ ته د هڅونې پّ موخې سره ترسره شوي دي.

له دې مخکې د قطر د اوقافو او اسلامی چارو  وزارت د شیخ جاسم بن محمد بن صاني د قرآن سیالیو کې  دځينو بدلونونو خبر ورکړی ؤ او د برلاسه کسانو لپاره جایزې  په ټول کې څه دپاسه  څلور میلیون قطري ریال  اعلان شوي وې. 

پر دې سربیره د ښونځیو د زده کونکو لپاره هم د ؛رتل ؛ په نامې سره یوه نوي څانګه هم له قرآن سره د عشق د دودیدا او داخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخې سره د اوقافو او اسلامی چارو په وزارت کې رامینځة شوې ده. په دغو سیالو کې څه دپاسه اته سوه   ښاغلو اوآغلو  ګډون کړی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4252677     

captcha