له هغه خواږه ژون سره سره چې د حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهرا(س) تیرکړی،خو د بې بی بزرګوارې د ژوند په وروستیو څو میاشتو کې د هغې بی بی لپاره ډير بدې پيښې رامینځةشوې.داسې چې په تاریخي پيښو کې وئيل شوي دي،هغه مشکلات او تریخوالي چې پر فاطمةالزهرا د پیغمبر له رحلت وروسته راغلي، دومره سختې او ډيرې وې چې په دغه پړاؤ کې هیچا د هغې بزرګوارې پر خولې مُسکا او خندا ونه لیده.
د فدک خطبه چې تر اوسه پورې باقي پاتې دی،د هغو کړاؤنو او دردونو یو سند دی.دغه خطبه چې د اصحابو په شتون کې وړاندې شوې ده، په روښانه توګه هغه کړاؤنه چې د پيغمبر اکرم رحلت وروسته هغې زغملي دي ، پرده ئې پورته کړې ده.د پيغمبر وفات،د سقیفه کیسه،له خلافت سره اړونده پيښئې او د فدک باغ مصادره کول،د هغو دلیلونو ځیني برخې دي چې ددغو غمونو او دردونو زمینه ئې راپورته کړې ده
هغې فیصلې سره د حضرت علی او حضرت فاطمةالزهرا مخالفت چې د سقیفې په شورا کې غوره شوې وه، لامل شوې څو دوي بزرګواران وګواښل شي.د وخت له خلیفه سره د حضرت علی او حضرت فاطمه بیعت نه کول او د فاطمه بی بی په کور کې د هغې ځینو ملګرو پرلت وهنه ،سبب شوه دهغې پر کور یرغل وشي او په دغه یرغل کې حضرت فاطمه(س) د بیعت لپاره د علی د بیوللو د منع کولو په سبب هغه زخمي کیږي او د هغې د یوه بچي د سقط سبب کیږي.حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها له دغې پيښې وروسته د ناروغۍ پر بسترې پریوځي او له لنډې مودې وروسته شهیدیږي.
حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها حضرت امام علی علیه السلام ته وصیّت کوي د هغې په لمانځه او د دفن په دستورو کې دې د هغې مخالفان ګډون ونه کړي،او له حضرت علی ئې وغوښتل چې هغه دې د شپې مهال خاورو ته وسپاري.د یوه مشهورې روایت په اساس، حضرت فاطمّه د ۱۱هجری قمری کال د جمادی الثاني په دریمه نیټه په مدینې کې شهیده شوه. د هغې بزرګوارې عمر اولس کاله ښودل شوی دی.البته له امام محمد باقر علیه السلام څخه په یوه روایت کې د هغې عمر ۲۳ کاله یاد کړی شوی دی.