IQNA

د حضرت زینب(س) دحرم په شاوخوا کې د چاودنو علت مشخص شو(فیلم)

13:43 - December 10, 2024
د خبر لمبر: 3490288
ایکنا -  خبری سرچینو د سورئې په دمشق کې د حضرت زینب سلام الله علیها له حرم سره په شاوخوا کې د چاودنو علت، دصهیونیسټ رژيم د جنګي الوتکو حملې اعلان کړې.

ایکنانیوز د المیادین له قوله راپور راکړی، د صهیونیسټ وحشي رژيم جنګي الوتکو په زینبیه کې د حضرت زینب بی بی سلام الله علیها د حرم په شاوخوا کې  له البهدلیه سره نزدې  د الیکټرانیک  جنګ د ادارې مرکز  بمباري کړ.

 له دې مخکې ځینو سرچینو په زینبیه سیمې کې د زورورو چاودنو خبر ورکړی ؤ.

 د صهیونیسټ رژيم الوتکو ددوشنبې په ماښام د سورئې په لاذقیه، کې د توغندوي دفاعي سسټمونه،ددمشق په جنوب کې په السیده زینبیه سیمې کې پوځي مرکزونه او اډې اودغه راز په ریف دمشق کې   عین منین ،حفیر  اویعقور  او په القلمون  سیمې کې خیني ټارګټونه هم بمباري کړل.

https://iqna.ir/fa/news/4253303  

 

captcha