IQNA

د قرآن دعمومی سیالیو د نهائي مرحلې په څلورمه ورځ د اتلسو کسانو سیالي

11:25 - December 14, 2024
د خبر لمبر: 3490305
ایکنا – د ایران د آذربایجان شرقي ولایت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې عمومی مدیر ووئيل؛ د قرآن  کریم د عمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ په څلورمه ورځ  پرون له غرمې وروسته په قرآئت ، ترتیل،د ټول قرآن د حفظ او د شپلو سپارو د حفظ په څانګو د ښاغلو سیالئ د ایران دتبریز په عیداګاه کې پيل ترسره شوې.

ایکنانیوزـ د آذربایجان شرقي ولایت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې عمومی مدیر حجةالاسلام شید شهاب الدین حسیني ایکنانیوز سره په خبرو کې  ووئيل؛ ددغو سیالیو په څلورمه ورځ پرون  یعني ددسمبر په دیارلسمه  ماسپښین وروسته  د ټول قرآن  او د شلو سپآرو د حفظ، ترتیل ،  او قرآئت په څانګو کې د ښاغلو سیالۍ پيل شوې او تر ناوخته ئې دوام درلود.

هغه ووئيل، پرون   سهار په تبریز کې د ښاغلو د ټول قرآڼ د  حافظانو  د استقامتي حفظ  د برخې او  د ټول قرآڼ  او د شلو سپارو د حفظ ، ترتیل  او قرائت د سیالو  شاهدان وو چې  له ماسپښین دوو بجو څخه پيل  او تر ماښام اتو نیمو بجو پورې ئې  دوام درلود.

حسیني ووئيل، د ترتیل د قرآئت په څانګې کې  دخراسان رضوي ولایت  سلمان حصاري لومړی کس او دوهم کس هم له تهرانه  احسان عابد او دریم ، له خوزستانه  یوسف عیاشي او څلورم کس له خراسان رضوي څخه  محمد شیرین پخپلو کې سره سیالۍ وکړې.

ددغو سیالیو منشي  په دوام کې ووئيل، د قرآن کریم  د شلو سپارو د حفظ په څانګې کې هم  له هرمزګان څخه لومړي لمبر کس عبدالله نژادمحمد ، له قم څخه  حمیدرضاصافي  دوهم لمبر کس او دریم لمبر کس  حسین جعفری نژاد له ګلستانه پخپلو کې سره سیالۍ وکړې. همداراز  د تحقیق د فرائت په څانګې کې  له خراسان رضوي څخه لومړی کس جواد سلیماني تربتي ، له قم څخه دوهم لمبر کس اسحاق عبدالهي، دریم لمبر کس  مهدي شایق له البرز څخه ، څلورم کس  له یزده امیر حسین انواري، پنځم کس حمید رضا نصري له تهرانه  او شپږم کس  امید حسیني نژاد له خراسان رضوي څخه  هم پخپلو کې سره سیالۍ وکړې ، دغه راز د ټول قرآن کریم  د حفظ په برخې کې  کې هم لومړي کس علی مستشاري راد له تهرانه ، دوهم کس علی رضا خدابخش له خراسان رضوي څخه ، له مرکزي څخه دریم کس ابوذر کرمي ، له تهرانه څلورم لمبر کس علی رضا محمدي او له مازدندارانه  پنځم لمبر کس  امیر حسین زرګري هم   خپل محفوظات وړاندې کړل

د یادولو ده د قرآن کریم د عمومي سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ  د هیواد په سویه   دغه سیالۍ د  دسمبر له دوهمې  د ښاغلو اوآغلو په دوو برخو کې پيل شوي او ددسمبر ترنولسمې پورې  دوام لري او دا سیالۍ د آذربایجان شرقي ولایت  پّ تبریز کې  مصلی کې  ترسره کیږي.

https://tabriz.iqna.ir/fa/news/4253846

captcha