
ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله ارپور راکړيد حضرت زینب سلام الله علیها حرم په دمشق ښار باندې د مخالفانو له سلطې څو ورځې وروسته اوس هم د زیارتوالو لپاره خلاص دی.
په سوریې باندې د مخالفانو له سلطې وروسته د دمشق په جنوب کښې په سیده زینب سلام الله علیها سیمه کښې ژوند سوکه سوکه عادي حالت ته په ورستنیدا دی او د حضرت زینب سلام الله علیها حرم د زیارتوالو لپاره خلاص دی که څه هم د سوریې د حکومت د نسکوریدا له اعلان څخه مخکې څو ورځو سره په پرتله کښې د زیارتوالو شمیر کم شوی دی.
الجزیرې ټیلي ويژن هم نن وویل:دمشق ته په تلونکو لارو کښې د مخالفانو د پلټنو په پوستو کښې د امنیتي تدبیرونو له سختیدا سره سره داسې ښکاري چې په واټونو او هستوګنه سیمو کښې امنیتي تدبیرونه نشته او یوازې په ښار کښې د امنیت د کنټرولو لپاره د ټروریسټانو لخوا ګزمې ترسره کیږي.
د دمشق په سیده زینب سلام الله علیها سیمه کښې یو عطر فروش «ابو مهدي رشید» وايي: له تیرو څو ورځو راهسې چې مخالفین دمشق ته راغلل ژوند سوکه سوکه د بیرته د ستنیدا په حال کښې دی او هیله من یم ټوله سوریه بیرته ثبات ته ورسیږي او سرحدونه خلاص شي چې زیارتوال او سیلانیان وکولای شي دمشق ښار ته چې تجارت یې سیلانیان دي راشي.
د حضرت زینب سلام الله علیها حرم په دمشق کښې یو ډیر مذهبي او تاریخي ځاې ګڼل کیږي او هر کال د بیلابیلو مناسبتونو په خاطر ډیر مراسم پکې ترسره کیږي.
https://parstoday.ir/ps/news/event