IQNA

د غزې د جنګ په اوج کې په اروپا او بریتانیا کې اسلام ضده بهیر لازیات شوی دی

6:51 - December 15, 2024
د خبر لمبر: 3490310
ایکنا - په لندن کې له اسلامه د ویرونې  په  ناستې کې ګډون کونکو  په لویدیځي هیوادونو کې د مسلمانانو په باب له نفرت  سره اړونده جرمنونو په زیاتیدا د غزې د جنګ داغیزو  په باب خبرداری ورکړ.

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د ا مریکا او اسلام د اړیکو د شورا مشر  او د امریکا د میشګن  دجماعت د امامانو د شورا غړي داؤد ولید   په لندن کې  له اسلامه ویرنې ؛ په عنوان  سره په ناستې کې  ووئيل؛ په لویدیځ کې  په تیر یوه کال کې او د طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو پسې  له اسلامه د ویرونې  د جرمنو شمیر  په بې مخینې  اندازې سره زیات شوی دی.

د امریکا او اسلام د اړیکو د شورا مشر  دې ټکي ته په اشارې سره  چې په میشګن کې د امریکا د عمومي ټولنې په نسبت اسلام ضده جرمنو احصائې  لا زیاتې دي ، دا ستونزه  ئې د رسندویو او  سیاستوالانو په وسیله د فلسطینیانو په ضد دنفرت خورونې  او توکمیزو  اقداماتو سره اړونده وبلله.

یوه  مدنی فعال او لیکوال سانډي هیره   هم  اسلام ضده بهیر د اسلام دتمدن  په پراختیا د لویدیځ  د ویرې او وحشت  د زیاتیدونکی  روایت نښه وبلله.

د پنسلوینیا  پوهنتون دسیاسي  علومو  استاد  آنا نورتن   هم ددې خبرې په کولو سره چې  په لویدیځي ټولنو کې  اسلام ضده سیاست  ماته خوړلې ده ،روښانه کړه ،  په وروستۍ یوې لسیزې کې  د مسلمانانو دآبادئ په زیاتیدا سره  دوي  په لویدیځي هیوادونو کې په یوې اغیز شیندونکي ډلې بدل شوي دي.

 په اروپا کې اسلام ضده  منظم بهیر هماغه راز دوام لري او  دهغو  یوه نتیجه،  په دغه براعظم کې  د مسلمانانو د ټولنې  ضده توکمیز او توپيري چلیندونو  پیاوړتیا ده.

https://www.irna.ir/news/85689857  

captcha