IQNA

 د هود سوره او د استاد عبدالباسط  په زړه پورې تلاؤت

11:10 - December 16, 2024
د خبر لمبر: 3490318
ایکنا – د مصر مشهور او خدای بخښلی  قاري استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد په ښکلي او په زړه پورې غږ سره  د هود سورې د یو شمیر آیتونو تلاؤت په  ټولنیزو چینلونو کې خپور شوی چې ډير تود هرکلی ئې شوی دی.

  ایکنانیوز راپور راکوي،  استاد عبدالباسط  په دغه آډیوئي کلیپ کې  د هود سورې له ۴۵ آیت څخه  تر ۴۷پورې آیتونو تلاؤت کړی چې ډير زیات آوریدونکي او کتونکي ئې درلودلي دي.؛ وَنَادَى نُوحٌ رَبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ، قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ، قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ:    او نوح خپل پروردګار ته فریاد وکړ، او وې وئيل، ائ پروردګاره! زما  زوی له  ماڅخه دی  او ستا وعده قطعا رښتیا د ه او ته  تر ټولو ښه قاضي او فیصله کونکی ئې؛ وې فرمائيل؛  ائ نوحه ! په حقیقت کې هغه د تا له کسانو نه دی هغه  ناخوښ کردار [لری]، پس  هغه شی چې  ورباندې نه ئې خبر ، له ما مه غواړه، زه  تا ته  وایم  دا سې نه چې له نادانانو څخه شې ، وې وئيل؛ ائ پروردګاره ! زه تاته پناه دروړم  چې  له تا هرڅه وغواړم  چې پرې نه پوهیږم  او که  مې ونه بخښې  او پر ما رحم ونه کړې ،نو له تاوان موندونکو څخه به شم :::

ایکنا نیوز د استاد عبدالباسط دغه تلاؤت  ستاسو په خدمت کې هم وړانډې کوي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4254142

captcha