ایکنانیوز د له قوله راپور راکوي،دغه تلاؤتونه،د ؛مازدیګر قرآن؛ نومې پروګرام په چوکاټ کې د مصر د اسلامی چارو د لوړې شورا او د دغه هیواد د اوقافو وزارت په رسمي ویب پاڼو کې د ټولنیزو چینلونو په پلیټ فارمونو کې خپریږي.
دغې شورا د تاسیس له وخته تر اوسه پورې قرآن کریم د شیخ محمود خلیل الحصری، عبدالباسط عبدالصمد،مصطفی اسماعیل او محمود علی البنا پشمول د مصر د مهشورو قاریانو په غږ سره د قرآن کریم تلاؤتونه ریکارډ کړي دی او دغه آدیوئي کیسټې د قرآن په تلاؤت کې د مصر د نړیوال ځائيګی په پیاوتیا کې یو مهم رول درلودلی دی.
؛مازدیګرئ قرآن ؛ نومې پروګرام، د قرآن د اهتمام په زمینې کې ددغې شورا یو نوی پروګرام دی او په نړۍ کې د ترټولو زیاتو اوریدونکو غوږونو ته د قرآن دغږ د رسولولپاره په نوو ټيکنالوجیو کارولو سره اجرا کیږی.
د مصر د اسلامی جارو عالی شورا په مختلفو ژبو د قرآن په چاپولو او د وحي د کلام په ترجمه کولو کې هم فعاله ده او دغه ژباړې په نړۍ کې د اسلامی تعلیماتو د سم فهم په پیاوړي کولو کې مهم رول لری.
دغه شورا همداراز د مصري قاریانو دقرآني میراث د احیا او نشر او د قرآن د خدمت لپاره ،له ماډرنو آوزارونو استفاده کوي او؛مازدیګرنی قرآن؛ نومې پروګرام هم په همدې لړ کې اجرا شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4254125