IQNA

په جرمني کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د زیاتیدا په باب خبرداری

15:22 - December 17, 2024
د خبر لمبر: 3490325
ایکنا – د  بشری حقوقو یوې ادارې  په جرمني کې د اسلام په ضد د بروسې د پراختیا په باب خبرداری ورکړ.

ایکنانیوز  د الاصلاح له قوله راپور راکړی،  په جرمني کې د DIMR بشری حقوقو فاؤنډیشن په دغه هیواد کې له اسلامه د ویرونې د پروسې  د پراختیا په باب خبرداری ورکړ او له حکومتي چارواکو ئې وغوښتل څو  د مسلمانانو په ضد دمنفي پروپيګنډو د پراختیا مخنیوی وکړي.

دغې  ادارې په غزې تړانګې کې پر فلسطینیانو د صهیونیسټي رژيم  دجنګ د اغیزو په باب  یو ۳۲پاڼیز راپور خپور کړی  اوو دا  د هغو نفرت خورونې باندې د مشتملو  جرمنو په باب دی چې  مسلمانان ورسره لاس او ګریوان دي. ددغې ادارې مدیر پيټر روډلف په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده، چې  د سیاسی او رسندوئي تبلیغاتو له لارې د مسلمانانو د  انځور تحریفول،په جرمني کې د مسلمانانو پر حقوقو او آزادۍ منفي اغیزې شیندي.

هغه زیاته کړې ده ،نفرت او کرکو خوریدا په خاصه توګه مسلمانان او فلسطینیان په شیشت کې راولي  او مونږ غواړو، چې غونډې او لاریونونه د قانون په اساس وټاکل شي او له ترسرکیدا ئې مخنیوی ونشي ،مګر  په هغو موردونو کې چې قانون ئې ټاکي.

د DIMR  فاؤنډيشن  راپور ښئ چې د جرمني رهبران او ددغه هیواد رسندوئې  زیاتره په دغه واقعیّت سترګې پټوي  چې اسرائيلي یهودیانو هم د د فلسطینیو پلویانو په ځينو مظاهرو کې ګډون کړی او ددواړو خواؤ  د حقوقو او اندیښنو  دفاع ئې کړې ده.

همدغه راپور ښودلې ده چې  په تیر کال کې په درست جرمني کې د مسلمانانو په ضد دتوکمپالنې  د پيښو ۱۹۲۹ موردونه ثبت شوي دي چې  په متوسط ډول  هره ورځ پنځه موردونه کیږي ؛ داسې احصائې چې  په ۲۰۲۲ کال کې د ۸۹۸ موردونو په نسبت  کابو یوسل  څوارلس فیصدي زیاتوالی ښئ.

په همدې  رابطه کې ، د اروپائي اتحادئې د اساسی حقوقو  ادارې  په ویانا کې  په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، چې تقریبا  داروپا نیم مسلمانان په تیرو پنځو کلونو کې له توپیري چلندونو سره مخ شوي دي او  په مینځني ختیځ کې د تاؤتریخوالو د زیاتیدا په اوج کې   حالات په لاتیزۍ سره  په ترینګلتیا دي.

https://iqna.ir/fa/news/4254415

captcha