IQNA

 د اماراتو د ؛راس الخیمې جایزه؛ قرآنی سیالیو کې د ۶۶ملیتونو ګډون

6:51 - December 22, 2024
د خبر لمبر: 3490347
ایکنا – د متحده عربی اماراتو د ؛راس الخیمې ؛قرآني علومو او د قرآن فاونډینش  له خوا  ددغه هیواد د راس الخیمې  قرآن جایزې  د سیالیو په درویشتم پړاؤ کې  د ۶۶ملیتونو د ګډون خبر ورکړ.

ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکړی،  د دغو سیالیو د  ۲۳ پړاؤ   د ګډون کونکو د نامو د ثبتیدا شمیر  دوه زره پنځه  سوه شل ښاغلي او آغلي  ګډون کونکو ته رسیدلی دی چې  په هغو کې له راس الخیمې څخه  یو زر یو سل څوارلس کسان او له  اماراتو له نورو سیمو  او  بهرنيو کسانو شمیر هم یو زر څلور سوه پنځو تنو ته رسیدلی دی .

 د راس الخیمې  د قرآن فاؤنډيشن او قرآنی علومو  د  ادارې شورا مشر  شیخ صقر  بن خالد بن حمید القاسمي  په دې باب  ووئیل،  د ګډون کونکو زیات شمیر  د قرآني سیالیو  د اهتمام اوپه دغه هیواد کې د دیره غیر اماراتي  وګړو  او ښآریزو څخه د متحده عربی اماراتو د حاکمیّت د ملاتړ ښودنه کوي.

د سیالیو د ترسره کونکي لوړې کمیتې مشر   احمد ابراهیم سبیعان الطنیجي  هم ووئیل، د راس الخیمې قرآن سږکال جایزه   د ښاغلو او آغلو  د مختلفو ډلو  له ګډون کونکو خاص هرکلی سره مخ شوې ده او په دغو سیالیو کې  د قرآن د حفظ، ترتیل او د نبوی حدیثونو دس یالۍ په شمول په مختلفو څانګو کې سیالۍ شاملې دي. 

هغه زیاته کړې ده ، ډیری ګډون کونکي د اماراتو لهنورو سیمو څخه  دي چې  په دغه هیواد کې د سیالیو د غوره ځائيګي ښودنه  کوي  او دا جایزه په مختلفو څانګو کې د سیالۍ او تاندوالي او ولولې د رامینځةکولو لپاره  یو فرصت دی .

الطنیجي  په پاې کې ددې خبرې په کولو سره چې  د سیالیو مقدماتي مرحله د دسمبر په ۲۳ نیټه  پیلیږي، د ګډون کونکو دبریالیتو ب هیله وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/4255263

captcha