د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآن عمومی سیالیو د ۴۷ پړاؤ د ترسره کونکي کمیټې د مشر سلاکار محمد رضا پورمعین له ایکنانیوز سره په خبرو کې ددغو سیالیو په باب ووئيل، اوس د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن سیالۍ چې د اوفافو او د خیریه چارو د ادارې له خوا ترسره کیږي،د قرآن له نورو سیالیو سره په پرتله کې درې جدي ځانګړنې لري.
د ایران د قرآڼ د سیالیو حرفه وي اجرا!
د ایران دغه قرآني فعال زیاته کړې ده ، ددغو سیالیو لومړنۍ ځانګړنه دا ده چې د دې په پلانونې کې د سیالۍ په حقیقي معنا سیالي په نظر کې نیول شوې او په دې کې سالمې سیالۍ ، عدالت ،د زیاتره کسانو جذبول، د مخاطبانو احترام، خلاقیت او د ترسره کیدا په رودې کې نوښت او خلاقیّت او په ښه سویه مناسبې اطلاع رسونې دي .دا ټول ښئ چې په ایران کې د قرآن سیالۍ په حرفه وي توګه اجرا کیږي.
پورمعین د ایران د قرآڼ دسیالیو دوهمه ځانګړنه داستاذانو ،معلمانو ،روزونکو، موسیسو او ادارو او اورګانونو پشمول د هیواد دقرآني ټولنې عمومی توجه وبلله او روښانه ئې ک ړه ؛ دغه عمومي توجه ځان په مختلفو بڼو کې بریښوي، کله هم د شتون په بڼه کې کله هم د ملاتړ په بڼه کې ،کله هم په ترسره کونکي کمیټې کې دډله ایزو لارښونو پهبڼه کې ، دکارپيژندنې او د د پلانونې د ناستو په بڼه کې او یا هم دځان پيژندنې په بڼه کې نندارې ته وړاندې کوي.
پورمعین ووئيل، د مونږ هیواد په ملي او نړیوالې سطحې کې د قرآن کریم د قرائت او حفظ په ښه ځائيګي کې دی، هغه یوازنۍ مسئله چې په دې چارې کې باید ورته زیاته توجه وشي،په دغو پيښو کې ګډون کونکو ته اجتماعي ځائيګی ،منزلت او اجتماعي امتیازونو او د شتون بحث دی.
ملی رسانۍ دې د سیالیو مختلفو اړخونه تحلیل او وارزوي
د ایرا د اوقافو او خیریه چارود ادارې د قرآن عمومی سیالیو د ۴۷پړاؤ دترسره کونکي کمیټې د مشر سلاکار دې ته په اشارې سره چې دریم ټکی د هیواد د تبلیغي ، اجتماعي او کلتوری ادارو او اورګانونو له خوا د حوصله افزائۍ د سیالیو په باب دی ،ووئيل؛ د ملی رسانۍ دغه حوصله افزائي او انګیزه او ننداره چې سږکال ئې ئې مناسب اطلاع رسونې او پوښښ درلودلی څو د موبایل ټيلیفونونو د اپریټرانو، اجتماعي چینلونو او سوشل میډیا په څير تجیهزاتو او آلو هم مناسب کړچار درلود.د حوصله افزائي او انګیزې په حوزې :ې په تیره بیا له ملي رسانۍ څخه تمه کیږي ، یوازې د سیالیو په ژوندئ بڼه خپریدا بسنه ونه کړي، او سیالۍ له مختلفو برخو او لیدتوګو پلوه تحلیل او وارزوي.
https://iqna.ir/fa/news/4254712