د اسلامي انقلاب معظم رهبرد اهلبیت علیهم السلام له مداحانو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې د هر یو اقدام لپاره نیابتي ځواکونو ته ضرورت نه لري، د یمن، حزب الله، حماس او اسلامي جهاد مبارزه د ایمان او باور له مخې دي.
د حضرت صدیقه کبری فاطمه الزهرا سلام الله علیها د زوکړې له کلیزې سره، هممهاله امام خامنه ای د اهلبیتو له مداحانو سره وکتل او په دغه کتنه کې وویل: د حضرت زهرا سلام الله علیها تر ټولو مهم کار د حقیقت بیانول وو، او د اهلبیتو مداحي هم له هغې بي بي څخه په پیروکاری سره یعني د بیان د جهاد په تر سره کولو کې نغښتې ده. فاطمه الزهرا سلام الله علیها هم د ورځې حقیقتونه بیانول، د همهغو ورځو مسائل، د ورځې د حقیقتونو او چارو بیانول یو ډېر مهم مسئولیت دی.
د اسلامي انقلا رهبر مداحانو ته په خطاب کې وویل: نن سبا دښمن د خلګو په باورونو کې د شک او شبهې د رامینځته کولو کوښښ کوي او مونږ هم باید ورسره په مقابله کې حقیقتونه بیان کړو، تاسو هم د هغو کسانو له ډلې یاست چي دغه لوی کار کولایشئ.
هغوی زیاته کړه: امریکا په دغو دوو لارو په هیوادونو باندې د ولکې په لټه کې دی: یا دیکتاتوري نظام راوستل او یا هم بلوا او ګډودي. په سوریې کې بلوا رامینځته کړه او اوس هم په خپل سوچ کې د بریا احساس کوي، یو امریکایي مزدور ویلي چي که په ایران کې بلوا رامینځته کړي مونږ یې مرسته کوو، خو د ایران ولس هر هغه څوک چي په دې لړ کې د امریکا مزدوري وکړي، تر پښو یې لاندې کوي.
د اسلامي انقلاب رهبر یادونه وکړه چي دښمنان په دوامداره توګه وایي چي د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کې خپل نیابتي ځواکونه د لاسه ورکړي دي! دا هم یوه بله تېروتنه! اسلامي جمهوریت هیڅ نیابتي ځواک نه لري. یمن جنګیږي ځکه چي ایمان لري، د هغه ایماني ځواک میدان ته یې ور کاږي، حماس او اسلامي جهاد جنګیږي ځکه چي د هغوی باور هغوي دا کار ته مجبوره کوي، هغوی زمونږ نیابتي یان نه دي.
امام خامنه ای په ټینګار سره وویل چي که د ایران اسلامي جمهوریت وغواړي چي اقدام وکړي، نیابتي ځواکونو ته ضرورت نه لري.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i155480