IQNA

په انډونیشیا کې د جماعت اسلامی ترهه ګر چینل ړنګ شو

7:10 - December 25, 2024
د خبر لمبر: 3490368
ایکنا -  د انډونیشیا په مرکزي  سولو جاوا ښار کې د جماعت اسلامی  ګوند د وسلوالې  ډلې  همتړونونو په زرګونو غړی سره غونډ شول څو له افراطي لیدتو ګو څخه  خپل  انصراف او دغه راز انډونیشیا ته خپله وفاداری اعلان کړي. 

ایکنانیوز د ملتونو د کلتور او دټولنې  د تحلیل ویب پاڼې له قوله راپور راکړی،د انډونیشیا جماعت اسلامی یوه سیمه ایزه ترهه ګره  ډله ده چې  په انډونیشیا کې  د مختلفو بم چاودنو پشمول  په  ۲۰۰۰ لسیزې کې  په انډونیشیا کې د ډیرو مرګونو حملو مسئول دي.

د مثال په توګه د ۲۰۰۲ کال په اکتوبر کې د بالی په ترهه ګرو عملیاتو کې  چې څه دپاسه دوه سوه کسان پکې وژل شوي وو، مسئولیّت ئې  جماعت اسلامی  منلی  دی.  ددغې ډلې نهائي هدف او موخه  په درستې جنوب ختیځي آسیا کې  د اسلامی خلافت دی.

په دغې ناستې کې  د مرکزی  جاوا  له مختلفو سیمو څخه د جماعت اسلامی پخوانیو   د خوساخته کورنۍ  یوزر دوه سوه  وګړو ګډون وکړ. په داسې حال کې چې شپږ زره نور ک سان  هم  دغه دستورې د ویډیوئي کنفرانس له لارې تعقیبوي.  ددِغې ډلې  یو نماینده  ووئيل، مونږ د جماعت اسلامی پخواني غړي  او همداراز  په افغانستان، مورو[فیلیپین] کې پخواني جهادیانو له سوراکارتا، کدو او سمارانګ څخه د نورو ملګرو سره یوځای د جماعت اسلامی له ړنګیدا څخه په بوګور کې د ۲۰۲۴کال  د جون په ۳۰نیټه اعلان شو،خپل ملاتړ څرګندوي. مونږ د انډونیشیا متحده جمهوریت (NKRI) ته  خپله وفاداري اعلانوو او  له سرزورو ډلو ټپلو او  افراطي لیدتوګې لیریوالی  اعلانوو او د انډونیشیا قوانین او مقررات رعایتوو.

دغه دستورې  د  ملی پولیسو دمشر ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ملی ادارې (BNPT)مشر لیسیټیو سیګیت پرابوو،د اجتماعی چارو د وزیر ایدی هارتونو ، د ۸۸ترهه ګرۍ سره د مبارزې د سکواډرن قوماندان  سیف الله  یوسف، پشمول د لوړپوړو چارواکو په شتون سره ترسره شوې.  په دغو دستورو کې د جماعت اسلامی پخوانیو رهبرانو او څومسلمانو روحانیونو هم ګډون درلود.

 د  ملی پولیسو مشر لیسټیو سیګیت په دغو دستورو کې ووئيل،  دغه اعلامیه  د خبرواترو اونرم کړچارونو نتیجه ده  او  له افراط پالنې سره په مقابلې کې  له تاؤتریخوالی پرته  د سټراټژيو اهمیّت ډير مهم دی. او باید ټول لاس په لاس کې ورکړو او د خپل ټاټوبی د لاپراختیا او ترقۍ په لور ګامونه پورته کړو. 

https://iqna.ir/fa/news/4255710

captcha