IQNA

د کریسمس د وَنې په سوځيدا پسې د سورئې د مسیحیانو  غوسه او کرکه(فیلم)

14:34 - December 25, 2024
د خبر لمبر: 3490370
ایکنا – د سورئې د پلازمینې دمشق مسیحیانو ، له حماه سره نزدې په یوه ښار کې  د کریسمس  د وَنې په سوځیدا باندې په اعتراض کې  د سورئې د پلازمینې دمشق مسیحیانو  ستره مظاهره وکړه.

ایکنانیوز  د المشهد العربی له قوله راپور راکړ،  د   سورئې د پلازمینې  دمشق مسیحیانو  له حماه سره نزدې په یوه ښار کې د کریسمس  د وَنې په سوځیدو باندې په سخت اعتراض  کې  مظاهره وکړه دغه مظاهره  د دوشنبې په ماښام  ترسره شوې او  فرانس پریس  آ ژانس  ددغې مظاهرې د ګډون کونکو شمیر سلګونو تنه اعلان کړی دی.

مظاهره چیانو په داسې حال کې  چې ددمشق له مسیحي میشته  کوڅو   په باب شرقي  کوڅې کې  د ارتدکس کلیسا په لور  لاریون کاوه، د مسیحیانو دحقوقو په باب  ئې شعارونه ورکول.

 د هغو ویډیوئي کلیپونو په اساس، چې  په ټولنیزو چینلونو کې خپرۀ شوي دي ، ځینو مظاهره چیانو  په لاسونو کې  صلیبونه هم وړل او  پر خپل دین د باقي پاتیکیدا باندې د  ټينګار په شان شعارونه ئې ورکول.

له دغو مظاهرو لږ وخت مخکې په ټولنیزو چینلونو کې ویډیوئي کلیپونه خپره شول چې چې  څو بلوه ګر  له حماه سره نزدې  په سقیلبیه مسیحي میشته ښار کې د کریسمس  وَنې ته   اور اچوي.

 فرانس پریس آژانس راپور ورکړی، په ځینو نورو ویډیوګانو کې چې و روسته په ټولنیزو رسندویو کې خپرې شوې ،  د تحریرالشام ډلې یو مشر  اوسیدونکو ته وائي ، هغه کسان چې دغه وَنه ئې سوځولې ، سوریا وال نه دي او سزا به شي.

په عین حال کې د سورئې د بشری حقوقو  دفاع کونکو چې په لندن کې دیره دي ،هغه کسان چې  د کریسمس  ونې ته ئې اور اچولی ، د ازبک توکمه ؛انصار التوحید ؛ اسلام پالې دلې  بهرني وګړي  بللي دي .

داپه داسې حال کې دي چې تحریر الشام ډلې مشرانو په سورئې کې  د لږکیو د سپيڅلتیاؤ او حقوقو د ساتلو ژمنې  کړي دي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4255851

captcha