حضرت عیسی مسیح د شریعت خاوند او یو اولوالعزم پیغمبر دی او د هغه آسماني کتاب انجیل نومیږي. هغه د اسلام له پیغمبره مخکې ترټولو وروستی پیغمبر او د هغه بزرګوار د ظهور یو ځیری ورکونکی ؤ چې د هغه نامه په قرآن کریم کې ۲۵ ځله راغلې ده.
په قرآن کریم کې د حضرت عیسی د ژوند په څو پړاؤنو توجه شوې ده . د هغه بزرګوار د ژوند یوترټولو مهم پړاؤ د هغه د زیږیدا پړاؤ دی . یو داسې داستان چې قرآن کریم ئې د حضرت عیسی د میلاد په زمینې کې مطرح کوي،، د مسیحیانو په مقدس کتاب کې د هغه د تولد له داستان سره یولړ توپیرونه لري. هغه څه چې په دوام کې ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو، په قرآن کریم کې د حضرت عیسی مسیح(ع) دمیلاد روایت دی .
خداوندمتعال په قرآن کریم کې حضرت عیسی (ع) د دعمران دلور حضرت مریم د بچي په توګه معرفی کوی. م ریم د حنا اوعمران لور وه او له هماغه پیله معبد ته سپارل شوې او دحضرت زکریا علیه السلام تر اشراف لاندې ورزول شوه. هغه داسې ښځه ده چې په اسلام کې خداوندمتعال هغه د عالم پر ټولو ښځو برلاسه کړه . د مریم بچی، په قرآن کریم کې ، عیسی دی . عیسی په بیت لحم ښار کې زیږیدلی او زوکړه ئې یوه خاص او ځانګړې زوکړه ده . د قرآڼ کریم د آل عمران سورې د 45 آیت په اساس، یوه ورځ جبرائيل د حق تعالی له خوا د مریم لپاره پیغام راوړ چې خدای تعالی هغې ته د عیسی په نامې سره یو بچی ډالۍ کوي، چې په دغې دنیا او بلې دنیا کې به د شخصیّت خاوند وي او یو الهی مقرب شخصیّت دی.مریم حیرانه حکه بکه پاتې شوه او دهمدغه آیت په دوام کې خداوندمتعال فرمائي؛ قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللَّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ»(آل عمران/47)؛ ائ پروردګارا! څرنګه ممکنه ده، د ما لپاره یو بچی وي،په داسې حال کې چې هیڅ یو انسان راسره نزدې شوی نه دی؟::د خداوندمتعال له خوا هغې ته ووئيل شول؛ خداوند هرډول چې وغواړي پنځولی شي ، هغه مهال چې یو شی وټاکل شي (او د هستۍ فرمان ورته صادروي) هغه ته یوازې وائي ،موجود شه ، هغه هم فورا شتون پیدا کوي.::
حضرت مریم هغه مهال چې حس ئې کړه د هغې د بچی د زیږیدا وخت رارسیدلی دی ، نو یوه لیرې ځای ته لاړه او هلته ئې د بچي د زیږیدا درد زیات شو. په دې مهال کې چې ډیره غمجنه او خپه وه، د مریم مبارکې سورې د ۲۴ او ۲۵ آیتونو په اساس د خداي له خوا ورته ندا او غږ وشو ، چې ؛ فَنَادَاهَا مِن تَحْتِهَا أَلَّا تَحْزَنِي قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا*وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا ؛ مه غمجنه کیږه، ستا پروردګار د ستا د پښو لاندې یوه چینه رازرغونه کړې ده چې ستا د پښو لاندې جاري کیږي او هغه د وَنې سټه وخوځوه څو د نورس خرما له بره درته راوغورځيږي:: د بچي له زیږیدا وروسته مریم خپل نوزیږی عیسی د خپل قوم وآخوا ته بوتلو او هغوي د مریم او دهغه د نوزیږی د لیدو په وخت حک بک پاتې شول او هغې ته ئې ووئيل؛ يَا أُخْتَ هَارُونَ مَا كَانَ أَبُوكِ امْرَأَ سَوْءٍ وَمَا كَانَتْ أُمُّكِ بَغِيًّا»(مریم/28) اې د هارون خورې ! نه دې پلار مړ ؤ او نه دې مور بدکاره ښځه وه؛::: خلکو هغه ډیره ورټله او مریم د حضرت حق په فرمان سره چُپتیا غوره کړه او عیسی ته ئې اشاره وکړه . عیسی په ځانګو کې خبرې وکړې او وې وئيل؛ قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا*وَجَعَلَنِي مُبَارَكًا أَيْنَ مَا كُنتُ وَأَوْصَانِي بِالصَّلَاةِ وَالزَّكَاةِ مَا دُمْتُ حَيًّا*وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّارًا شَقِيًّا*وَالسَّلَامُ عَلَيَّ يَوْمَ وُلِدتُّ وَيَوْمَ أَمُوتُ وَيَوْمَ أُبْعَثُ حَيًّا»(مریم/30-33) ؛زه د خداي بنده یم، هغه (آسماني )کتاب راته راکړی او زه ئې پیغمبر ګرځولی یم او زه(هرچرته چې وم ، ) نو یو برکته ډم وجود یم او تر هغه مهاله چې ژوندی وم ، ماته ئې د لمانځه او زکواة د ورکولو سپارښتنه کړې ده او زه ئې د خپلې مور په نسبت نیک ګرځولی یم او جبار او شقي ئې نه یم ګرځولی او سلام وي د (خداي) پر ما او په هغه ورځ چې وزیږیدم او په هغه ورځ چې به مرم او له هغې ورځې څخه چې ژوندی به راپاڅم ::
قرآن کریم د آل عمران سورې په 59 آیت کې د حضرت عیسی زیږیدا د حضرت آدم علیه السلام له ولادت سره ورته بللط ده ، ځکه هغه هم د حضرت آدم په شان له پلار پرته زیږیدلی ؤ. په قرآن کریم کې د حضرت عیسی مسیح زیږیدا ، د خداوندمتعال د بې نهایته قدرت یوه نښه او د بشریّت په تاریخ کې یوه لویه معجره ده .
https://iqna.ir/en/news/3491200